مجیب االرحمان انګار
یوشمیر پاکستاني سیاستوال د جنوبي وزیرستان پر لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند هغه لاریون چې په ظاهره د بې پيلوټه امریکايي الوتکو د بریدونو پرضد ترسره کیږي یوه سیاسي لوبه ګڼي.
د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ډلې یو مشر مولانا عبدالجلیل له مشال راډیو سره په خبرو کې ددې لاریون غندنه وکړه او عمران خان يې د لویدیځ ګوډاګی وباله :
مولانا وايي له راولپنډۍ نه لومړی د پنجاب میانوالي ته ددې کاروان تګ دا خبره روښانوي چې عمران خان دا هرڅه د سیاسي ګټو او مقاصدو لپاره کوي او غواړي له دې لارې په ولس کې خپل پلویان زیات کړي.
پرعمران خان دا اعتراض هم کیږي، چې له تیرو څو کلونو راهیسې د بې پيلوټه الوتکو حملې پر شمالي وزیرستان کیږي نو ولې يې د شمالي پرځای جنوبي ته مخه کړه، خو ددې ګوند یوتن مشر او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند بیا وايي چې وزیرستان وزیرستان دی هغه که شمالي وي یا جنوبي :
رستم شاه مومند د خپلو مخالفینو ټولې ادعاوې ردوي او وايي، چې ګوند يې یواځې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پرضد یو تحریک پیل کړی او له دې پرته بله هیڅ خبره نشته.
عمران خان په داسې حال کې د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پرضد د وزیرستان پر لور خوځيدلی، چې پخپله د پاکستان دولت دا مني، چې په وزیرستانونو کې د القاعده ډلې او پاکستاني و افغان طالبانو په زرګونو جنګيالي پوځي او روزنیز مرکزونه لري.
یوشمیر سیاستوال بیا په دې باور دي، چې که نوموړی په رښتیا ددې حملو بندیدل غواړي نو بایده چې د یو اړخیزه غږ پورته کولو پرځای له سیمې نه ددغو ډلو د ویستو خبره هم راپورته کړي.
د عوامي نیشنل ګوند ویاند ارباب طاهر وايي سره له دې چې ګوند يې ددغو بریدونو مخالف دی خو زیاتوي، چې د مسلې اصل علت هم باید له پامه ونه غورځول شي:
په ولسي کچه هم د عمران خان ددې لاریون په اړه بیلا بیل نظرونه مخې ته راغلي، ځیني خلک دا لاریون ګټور بولي خو ځیني نور یې بیا مخالفت کوي: