د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان سره د مشال راډیو ځانګړې مرکه




د مشال راډیو خبریال دتحریک انصاف د مشر عمران خان سره ځانګړې مرکه کړې ده. عمران خان په دې مرکه کې وايي دنیاته ښودل غواړي چې د جنوبي او شمالي وزیرستان وسیدونکي هم د پاکستان وسیدونکي دي، خو تل له پامه غورځول شوي دي.



تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


عمران خان وايي نړیوال خبریالان او د بشري حقونو استازي هم ورسره په دې سفر کې ملګري دي، دوی به نړۍ ته ښکاره کړي چې د جنوبي او شمالي وزیرستان په خلکو څه تیریږي؟

عمران خان وايي حکومت د هیچا د امنیت د خوندي ساتلو ضمانت نه شي ورکولی، خو دوی د ځايي قبایلو په ډاډ کوټکي ته ځي.

عمران خان وايي ددوی سره روان بهرني میلمانه ډارول شوي دي، او حکومت ورته وايي چې طالبانو ددوی لاریون ته نهه ځان مرګي برید کونکي لیږلي دي.

نوموړی وايي پاکستان یو بې مانا جنګ پیل کړی او که دی اقتدار ته ورسیدو نو اول کار به یې داوي چې دامریکا د جنګ نه لاس په سر شي.

عمران خان د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې دی د غربیانو ګډاګی دی. دی وايي که داسې وای نو د قبایلو په حق کې به یې خبره نه کوله.

نوموړي همدارنګه دپاکستان وزیر اعظم بې اختیاره او ولس مشر دامریکې غلام بللی . دی وايي حکومت دوه مخې پالیسي لري.




XS
SM
MD
LG