د لاسرسي ځای

اقتصادي نړۍ (په ننګرهار کې د ښځو کاروباري مرکزونه)


پامیر ساحل

د افغانستان په ننګرهار کې ښځینه کاروباریانې وايي، د برېښنا نه شتون د دوی تر ټولو لویه ستونزه ده. د دوی په خبره، د جنرېټر په بجلۍ جوړ شوی سامان زیاتره وخت د هندي، ایراني او پاکستاني مصنوعاتو پرتله ګران وي، نو ځکه یې خلک نه اخلي.


د ختیځو ولایتونو د سوداګرۍ خونو مشر وايي، ډېر داسې ښځینه کاروباري مرکزونه دي چې یو کار کوي او باید له یوه لوی مرکز پورې وتړل شي.

د افغانستان په ننګرهار کې ډېر داسې مرکزونه دي چې په کې ښځې د لاسي صناعیو او نورو اسانو طریقو په وسیله بېلا بېل شیان جوړوي او تیاروي یې او بیا یې د خرڅلاو له پاره بازار ته وباسي. په دې ډول د دې ښځو کورنی اقتصاد هم ښه شوی دی.

ادینه بارکزۍ هم داسې یوه مېرمن ده چې له تېرو درو کالونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې درې کاروباري مرکزونه چلوي.

د دې په خبره، لومړی دوی ښځې روزي چې بېلا بېل کارونه زده کړي. تر هغې وروسته بیا ښځې شیان جوړوي او دوی یې خرڅوي.

له ادینې بارکزۍ مې پوښتنه وکړه هر کله چې ښځې حرفوي زده کړې تر لاسه کړي او تولید پیل کړي نو پر کورني اقتصاد یې څومره اغېز وي؟

د دې په خبره، دا ښځې تر دې حده پورې په مالي توګه ښه کېږي چې بیا خپل بچي په شخصي ښوونځیو کې زده کړو ته ور داخلوي.

د ننګرهار د ښځینه تجارت مرکز مشره نوین هاشمي له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، دوی په دفتر کې یوازې اته ښځې کار کوي خو په کورونو کې له ۱۰۰ زیاتې داسې کارکوونکې لري چې د جامو له ګنډلو تر مربا او اچار جوړولو پورې کارونه ورته تر سره کوي او پیسې ګټي.

ادینه بارکزۍ وايي، د مختلفو شیانو جوړولو له پاره د برېښنا ډېره اړتیا ده او د برېښنا نه شتون د دوی تر ټولو لویه ستونزه ده چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

نوین هاشمي وايي، په بازار کې هم ستونزې شته، د دې په خبره په بازار کې هندي، ایراني او پاکستاني مصنوعات زیات خرڅېږي او افغاني نه خرڅېږي.

له نوموړې مو پوښتنه وکړه چې د دې لامل څه دی؟

نوین وايي، لومړی خو افغاني مصنوعات له عصر و زمانې سره سمون نه خوري او جدید نه وي، بله ستونزه د برېښنا نه شتوالی دی.

د ختیځو ولایتونو له پاره د سوداګرۍ د خونو مشر قاسم یوسفي هم وايي، د برېښنا نه شتون یوازې د ښځینه کاروباریانو له پاره نه، بلکې په ټولیزه توګه د ټولو کاروباریانو، سوداګرانو او کاروبارونو له پاره تر ټوله لویه مسله ده.

قاسم یوسفي وايي، که څه هم د ښځو کاروبار نوی دی، خو لا په سمه توګه پراخه شوی نه دی.

ادینه بارکزۍ وايي، د دوی جوړ کړی سامان زیاتره په افغانستان کې خرڅېږي. د دې په وینا، د دوی د مرکزونو سامان اسټرالیا او امریکا ته هم وړل کېږي.


نوین هاشمي وايي، دوی په ننګرهار کې د هند له قونصلګرۍ سره خبره کړې ده چې د ډېزاینونو د عصري کولو له پاره د دوی ځینې کارکوونکې وروزي، او د هند حکومت هم سلا شوی دی چې دا کار به ورته وکړي.

د نوین په خبره، په افغانستان کې د بې سوادۍ له کبله ښځې نه غواړي بهر کار وکړي. نوموړې وايي، له ۷۰ تر ۸۰ فیصده پورې ښځې له خپل کوره کار کول غواړي خو په دې مورد کې باید پانګونه وشي.

د ختیځو ولایتونو د سوداګرۍ خونو مشر قاسم یوسفي وايي، باید د ښځو ټول کاروباري مراکز له یوه لوی مرکز سره راجسټر کړل شي چې د یوه مربوط اقتصادي او سوداګریز نظام لاندې راشي او ښه اقتصادي ګټې تر لاسه کړل شي.

خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ:

XS
SM
MD
LG