د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني اب بند ولسوالۍ ټپي ولسوال مړ شو


سید شاه سقیم

د افغانستان غزني د اب بند ولسوال عبدالتمين نن د کابل په څلور سوه بستريز روغتون کې نن د سختو ټپو له امله ژوند له لاسه ورکړ.


د عبدالمتين په موټر تېره اونۍ د اب بند ولسوالۍ په سرفراز کلا سيمه کې د سړک پر غاړه يو ځای پر ځای شوی ماين ور چاودېدلی وو چې پکې دی او دوه ساتونکي يې ژوبل شوي او دوه نور ساتونکي يې ځای پر ځای وژل شوي وو.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي چې عبدالمتين د درملنې په موخه کابل ته لېږدول شوی وو خو نن يې هلته د سختو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

(( د غزني د اب بند ولسوال د سختو ټپونو له امله په شهات ورسېد. دی پېنځه ورځې مخکې ماين په يوه چاودنه کې ژوبل شوی وو ، هغه وخت د دوه دوه تنه ساتونکي هم وژل شوي وو ))

وسله وال طالبان وايي چې د ابند د ولسوال پر موټر چاودنه دوی کړې وه او نن خبر شوي دي چې د ټپونو له امله يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني په بېلابېلو ولسواليو او ښار کې وخت نا وخته د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي ماينونه چوي چې کله کله پکې د عامو وګړو پر ځآی دولتي چارواکي هم وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG