د لاسرسي ځای

بندیزونو د ایران ولس اغېزمن کړی دی


د ملګرو ملتونو عمومی مشر بان کې مون وايي پر ايران نړيوال بنديزونو پر عامو خلکو اغېز کړی، چې په دغه هيواد کې ګراني او بې روزګاري زياته شوي او د ژوند ساتونکو درملو نشتوالی هم پیدا شوی دی.

نوموړي د ملګرو ملتونو عمومی جرګې ته په خپل رپورټ کې ويلي، پر ايران د نړيوالو بنديزونو له کبله مرستندويه کارونه اغېزمن شوي.

پر ايران د ملګرو ملتونو امنيتي شورا، امريکا او اروپايي بنديزونه لګولي ځکه چې دې هیواد د اورانیمو له نه غني کولو انکار کړی وو. غرب اندېښنه لري چې ایران ښايي اټومي وسله جوړه کړي، خو تهران دا اندېښنې ناسمې بولي او وايي اټومي پروګرام یې د سوله ییزو موخو له پاره دی.
XS
SM
MD
LG