د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کرزی دې انتقاد نه کوي، د پوځیانو مننه دې وکړي'


پراګ - د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا پر افغان ولسمشر حامد کرزي غږ کړی دی چې پر بهرنیو پوځیانو دې انتقاد بند کړي او د هغو سرتېرو د کار ستاینه دې وکړي چې د وسله والو پر ضد په جګړه کې وژل شوي دي.


کرزي د پنجشنبې پر ورځ د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې پر مېشتو پوځیانو نیوکه کړې وه چې دوی په دې کې پاتې راغلي چې د هغو وسله والو پسې لاړ شي چې په افغانستان کې حملې کوي او بیا په ګاونډي هیواد پاکستان کې پټنځایونو ته ځان رسوي.

پانیټا د لاتیني امریکا د سفر پر وخت خبریالانو ته وویل، کرزی دې د داسې خبرو پر ځای د پوځیانو د قربانیو مننه وکړي.

((موږ په دې جګړه کې له ۲۰۰۰ زیاتې امریکايي ښځې او سړي له لاسه ورکړې دي او افغانانو هم ډېر سرتېري بایللي دي. او زه فکر کوم دا به ښه وي چې ولسمشر [کرزی] پر ځای د دې چې انتقاد وکړي باید د هغو قربانیو منندوی و اوسي چې ورکړل شوې دي.))

د امریکا و افغان حکومت تر منځ کړکېچ تر هغې وروسته زیات شوی دی چې د افغان سرتېرو په جامو کې پر بهرنیو سرتېرو حملې زیاتې شوې دي.

په دې ډول حملو کې سږ کال له ۵۰ زیات بهرني پوځیان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG