د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د سولې عالي شورا سفر به ښې پایلې ولري


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، پاکستان ته به سفر مثبتې نتیجې ولري.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې عالي شورا مشر صلاح الدین ربانې په مشرۍ يوه ډله تر لوی اختر مخکې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو له پاره اسلام آباد ته لاړه شي.

د سولې عالي شورا غړی عبدالحیکم مجاهد وايي، پاکستان ته له سفر مخکې، د دواړو خواو تر منځ پر یو لړ مسلو اتفاق شویدی.

په عین حال کې، پاکستانیو رسنیو د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت په حواله ويلي، پاکستان ته د افغانستان د سولې عالي شورا د سفر او خبرو په نتیجه کي د مهم پرمختګ تمه ده.

افغانستان هیله من دی چې پاکستان به د وسله والو طالبانو مشران سولې او پخلاینې ته حاضر کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG