د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مسلمانانو کې نرګسیت او ځانخوښي ولې ده؟


اسلامي سکالر ډاکټر مبارک حیدر
اسلامي سکالر ډاکټر مبارک حیدر



مرکه: عبدالحۍ کاکړ مشال راډيو پراګ

د پاکستان د لاهور اوسيدونکی ډاکټر مبارک حيدر له ۱۹۶۳م کال راهيسې په سياسي او علمي حلقو کې يو پيژندل شوی نوم دی، خو نوموړي زيات شهرت هغه وخت وموندلو چې کله يې په ۲۰۰۸م کال کې د تهذيبي نرګسيت په نامه په اردو ژبه کې يو تحقيقي کتاب و ليکلو.

دا کتاب په علمي حلقو، په تيره بيا په ځوانانو کې دومره شهرت وموندلو چې د زرګونو په حساب خر څ شو. له دې وروسته يې د مغالطې مبالغې په نامه يو بل کتاب وليکلی، چې هغه هم د پخواني کتاب غوندې په زرګونو مينه وال پيدا کړل.

ډاکټر مبارک حيدر په شپيتمه لسيزه کې د انګريزي ژبي استاذ وو، نوموړي د پاکستان له لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو سره پيژندګلوي پيدا شوه او د خپلي پوهي او جدوجهد له وجي د هغه نږدې ملګری شو. نوموړی د پيپلز پارټۍ په بنياد ايښودونکو کې وو . د پيپلز پارټي د حکومت تر ړنګيدو وروسته د ضياءالحق حکومت د نورو سياسي کارکنانو په شان دی هم جيل ته وليږلو. خو د ډاکټر مبارک حيدر تر سياست زياته توجه علم او تحقيق په تيره بيا د اسلام مطالعه ته ورکړې ده. دا وخت ده ته د يو اسلامي سکالر يا دينی عالم په سترګه کتل کيږي. خو له نورو دينی عالمانو ځکه مختلف دی چې د تحقيق وروسته په نتيجه و رسيدی چې د نن ورځې مسلمان د تهذيبي نرګسيت ښکار دی او په خپلو کتابونو کې يې د مسلمانانو تنقيدي جاج اخستی دی.

ډاکټر مبارک حيدر په پراګ کې د مشال راډيو مرکزي دفتر ته راغلی وو چې عبدالحي کاکړ ورسره مرکه کړېده.

پوښتنه: ډاکټر مبارک صاحب تاسو په مسلمانانو د تحقیق وروسته د دوی په اړه یو نوی تنقیدي نظر وړاندې کړی دی او وایاست چې مسلمانان د تهذیبي نرګسیت ښکار دي، که یې لږ راته وضاحت وکړی؟

ځواب: ما چې مسلمانان په دنيا او خپل ملک کې وليدل نو راته ښکاره شوله چې زموږ هر کس او هره ډله په خپله مسلماني ډير فخر کوي ، چې زموږ په رنګ بل هيڅوک نشته ځکه موږ ډير شانداره امت يو، موږ ډير مکمل يو او ډير ښه خلک يو. نو ما د دوی دې رويې ته د تهذيبي خود پسندی نوم ورکړ. یانې موږ پر خپل تهذيب عاشقان شوي يو، هر يو دا سوچ کوي چې زه له مسلمان تهذيب سره تعلق لرم نو ځکه زه ډير شاندار يم، نو دی د خپل ځان او تهذيب خرابياني نه لري کوي، دی نوره دنيا نه قبولوي.

پوښتنه: نو ستاسو په فکر د تهذيبي نرګسيت اغيز پر مسلمانانو څه دی ؟

ځواب: په ټوله دنيا کې ددې ناروغی يوه نتيجه وي، هغه دا، چې له شاوخوا ماحوله سره دلچسپي او په هغه په شوق سره د پوهيدو کوښښ يو کس پريږدي او پخپل ځان کې مست شي. مسلمانان هم له دې نتیجې سره مخامخ شو. په دنيا کې بدلونونه راتلل، خلکو ترقياني کولې، خلکو خپله دنيا ښائسته کړه، ترقي یې وکړه ، تعليم يې ترلاسه کړ او ژوند يې ځان ته آسانه کړ ، د خلکو دردونه او نارغياني يې له مينځه يوړلې،ښائسته ودانۍ اوعمارتونه او ښه سړکونه يې جوړ کړل. خو موږ هغه و نه ليدل ، سوچ مو په کې بند نه کړ، بس په دې خبره کې مست وو چې له موږ سره خو اسلام دی او پر موږ د خدای پاک ډير احسان دی چې مسلمانان يې پيدا کړي يو. ددې خبري نتيجه دا شوه چې موږ د ترقۍ او د خپل ژوند ښائسته کولو کار بېخي پريښودلی. په ټوله دنيا کې زياته لوږه په موږ کې ده، له لوږي تندې مرو، بدامني ده، د ژوند کارونه مو سم نه دي، تعليم نشته، د صحت او روزګار څوک ذمه واره نشته ، په خپلو کې جګړي کوو او ګډوډي ده ، هيڅ نظام نشته ، خو بيا هم موږ ته ويل کیږي ، موږ بهترين امت يو، ته خو مسلمان پيدا شوی يې، الحمدالله ووایه، وارخطا کيږه مه، هغه بله دنيا ستاسو ده، دا د تهذيبي خودپسندۍ هغه تاوان دی چې راته رسېدلی دی.

پوښتنه: تاسو چې کله واياست چې مسلمانان د تهذيبی نرګسيت په ناروغی اخته دي نو آيا دا په مذهب کې دومره قوت دی چې يو کس د ځان خوښونې د ناروغۍ ښکار کوي که نه څه نور قوتونه دي چې د خپلو ګټو لپاره يې خلک په دې ناجوړۍ اخته کړي دي ؟

ځواب: نه، په مذهب کې خودپسندي يا ځان خوښونه نه وي، مذهب خو د اصلاح لپاره راځي. يو وخت داسي وو چې مسلمانانو لوی کارونه وکړل نو مذهب دوی له داسې کولو منع نه کړل او نه هم په دوی کې ځان خوښونه پيدا شوه. خو کله چې د خلافت راشده وروسته د مسلمانانو مملکتونه او حکومتونه جوړ شولو، نو خلکو ته د تکبر او لويي ورښودلو عمل شروع شو چې موږ مسلمانان ډیر لوی خلک يو، موږ چې چرته و غواړو حمله کولائ شو چې يو سم کاریې بولو، نو د باچاهانو له دې سره مفاد تړل شوي وو چې خلک دې د دوی لپاره قربانياني ورکړي. نو ددې لپاره يې په خلکو کې دا جذبه را پيدا کړه چې تاسو ډير عظيمه امت ياست ، تاسو بلکل صحيح ياست او تاسو پيدايشي مسلمانان ياست.

پوښتنه: یانې ستاسو مقصد دا دی چې د کومو خلکو چې له مذهب سره دنيايې ګټي تړلې وي هغوی مذهب په تهذيبي خودپسندی واړولی؟

ځواب: هغه طبقې چې ګټه يې په دې کې ده چې مسلمانان دې د دوی د طاقت مرسته وکړي او هغه دې لا پسې پیاوړی کړي خو خپل ځان ته دې هيڅ يو کار هم سم نه کوي. تاسو ګوری اوس هم طبقې شته لکه حکومتونه دي او عرب شيخان دي. سعودي عرب په مدرسو جوړولو ډيرې زياتي پيسې لګولي دي. په خپل ملک کې هم او زموږ په ملک کې هم دا تعليم راکوي چې د جديدې دنيا چې کم نعمتونه او سهولتونه دي په هغو پسې مه ځئ. تاسو یوازي حج کوی، د مسلمانانو کار خو لمونځونه کول دي، د مسلمان په نوم له خلکو سره جګړې کوی او له دنيا نفرت کوی. نو حکومتونه، لوی لوی سرمايه داران، تاجران دا کار په ډيره چالاکي سره کوي. د دوی مقصد دا دی چې مسلمانان له دوی څخه حساب و نه غواړي، د خپل ژوند د ښه کولو لپاره له دوی غوښتنې و نکړي.

پوښتنه: نو دا قوتونه له کومو لارو خلک د خودپسندی په ناروغي اخته کوي ؟

ځواب: له کوم څيزه چې تاسو ناروغه ياست کله چې هغه نور هم تاسو ته درکړل شي نو نور به ناروغه کيږي، که يو څوک په چرسو يا هيروینو اخته وي نو د نور هيروین په ورکولو سره به هغه نور ناجوړه کيږي او که ځيني خلاص يې کړې نو روغ رمټ به شي. نو کومو شیانو چې مسلمانان د خودپسندۍ ښکار کړي دي، دوی د هغو له لارې نور ه هم خودپسندي زياتوي. یانې د مذهب په باره کې درته وويل شي، چې زموږ مذهب ډير عظيم دی، زموږ دين مکمل دی، بس دين ته ګوره او ځان ته وايي چې موږ ډير عظيم او ښه خلک يو، دوی په جذباتو کې شدت راولي، نو ددې لپاره دوی تا سو ته جذباتي مذهبې نعرې درکوي او له دنيا د نفرت کولو لپاره هم له مذهبه کار اخلي ، چې نور خلک خو کافران دي نو ځکه دوی بد دي او موږ ځکه ښه يو چې مسلمانان يو. بيا د حضور صلی الله علیه وسلم چې نوم يې موږ ته ډیر محترم دی د هغه په نوم موږ راپاروي، کله چې يو کم عقل او بې هوده سړی يو غلط کار کوي نو موږ ته ويل کيږی تاسو سړکونو ته راووځی. خو تر ټولو ښه طريقه خپله د حضور صلی الله عليه وسلم وه چې کله به چا ورسره بدتميزي کوله نو حضرت عمر رضې الله تعالی به په ډير جوش کې راغلی او څو څو واره داسې وشو، خو حضور صلی الله وسلم به دی منع کړی او ورته ويل به يې چې په جوش کې مه راځه ، دا سړئ پوه کوو، نو د ښه رويې له وجې به هغه سړئ هم سم شو. اصول دا دی چې څوک تاسو ته ښکنځل کوي نو که تاسو په وجه ځان پوه کړی چې ولې داسې راته وايې نو تاسو هغه آرامولائ شی، نو که تاسو هم له هغه سره جګړه کوی نو هغه به يې هم درسره کوي نو د يو کس تر مرګه پورې به داسلسه جاري وي.

پوښتنه: خو بيرته هغې پوښتنې ته راځم چې د تهذيبی خودپسندۍ د پيداکولو او زياتولو لپاره له کومو آلو کار اخیستل کيږي ؟

ځواب: هو بلکل، د انسان د ژوند په هره برخه کې دغه خودپسندي پيدا کول کیږي. تاسو به له نورو ملکونو سره څنګه اړيکي ساتۍ ، په دې هم ستاسو جذبات راپارول کیږي، له هندوستانه او هم دا شان فرقه ییزه نفرت زيږول کيږي، د سکولونو په نصاب کې ډير ظلم شوی دی، په کتابونو کې يې د تاريخ پر ځائ داستانونه ليکلي دي. هغه خبرې چې يا خو له سره شوي نه دي او که شوي هم دي هغه په بل ډول شوي دي خو دوی په داسې شکل کې بيان کړي دي چې هغه له تاريخ سره سمون نه لري. دا شان د دنيا د ملکونو په باره کې دروغ ښودل کیږي. د مثال په توګه وويل شي چې په يورپ کې دومري ظلم کيږي چې اندازه يې نه شي لګول کيدلائ، دا هم ووايي، چې په امريکا کې هره ورځ له شپږ سوه ښځو سره جنسي تیرئ کیږي نو اوس ددې خبري هيڅ ثبوت هم نه ورکول کیږي. دوی مسلمانانو ته وايي ګوری ستاسو خو دوه درې سوه کسان وژل کيږی هلته خو هره ورځ يو لک خلک وژل کيږي، دا رنګه په سکول کې ماشومانو ته دروغونه ښودل کيږي، په اخبارونو کې خپريږي او آن ما په خپلو ټيلي ويژن چينلونو داسې دروغجني، سپکې او بې هوده خبرې اوريدلې دي نو چې څوک پرې پوهيږي هغه حيرانه شي چې دا دوی داسې ولې کوي. موږ ته مالومه ده دوی داځکه کوي چې د يو عام مسلمان ذهن هروخت له زهرو ډک وي. له خلکو نفرت وکړي. کله چې عام مسلمان ويني زما په ملک کې بدامني ده نو دی وارخطا شي چې له وجې يې دده خودپسندي دړې وړې شي، نو هغه ته ژر ستن ورولګول شي چې فکر مه کوه په نورو ملکو کې خو تر موږ لس ګناه زياته بد امني ده ، وارخطا کيږی مه بلکې خپل ښائسته تصوير ته ګوره، مست او خوښاله اوسه، کله چې هغه ويني زموږ په ملک کې لوږه ده، نو ورته وايي، په تاسو د خدائ فضل دی چې زيات رزق لری، افريقا ته وګوری، هلته خو خلک له لوږې مري. نو دا طريقې د سکول، اخبار ، ټې وي او سياستدانانو له لارې کيږي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

پوښتنه: خو مذهبي ګوندونه، ځينې ديني عالمان او نور مشران دا دليل ورکوي چې د مسلمانانو د زوال اصل وجه داده چې دوی د خدای او د رسول لاره پريښودې ده ؟

ځواب: ګوره دا داسې دعوی ده چې لږ هم غور په وکړو نو غلطه ثابتیږي. مذهبي ګوندونه هره خبره در باندي مني، هیڅ يو حکومت هم د دوی د خوښې خلاف کار نه شي کولی. په لکونو خلک حج له ځي، هر کال له مدرسو شپږ لکه کسان را فارغيږي، هر کال پنځوست لکه کسان په تبليغي اجتماع کې ګډون کوي، په بازارونو ، مسجدونو کې خلک هم دغه يوه خبره کوي چې زموږ مذهب ښه او مکمل دی. نو زه وايم چې تاسو به له سهاره تر ماښامه مذهب مذهب کوی، نو په داسې کولو سره به آیا مذهب مکمليږي؟ دا دليل زما په مغزو کې نه کښېني، مسئله دا ده دوی حکومت غواړي. که حکومت و ر هم کړې لکه په سعودي عرب کې چې ورکړل شوی دی نو هلته کوم د نعمتونو باران شوی دی. زه په شرط درته وايم چې نن له سعودي عربه تيل چې هغه هم خدای پيدا کړي دي او انګريزانو را ايستلي دي نو د تيلو آمدن بيرته ځيني واخله نو بيا به و ګورو چې د دوی نظام څنګه چليږي.

پوښتنه: تاسو واياست په مسلمان ملکونو کې تر ټولو زياته تهذيبي خود پسندي په پاکستان کې ده نو په قباییلي سيمو کې يې څه صورتحال دی ؟

ځواب: په قباییلي علاقو کې چې کوم شدت راغلی دی د هغه يوه وجه خو د ترقياتي کارونو نشتوالی دی. له تعليمه ليري او محرومه خلکو ته خو به تاسو يوه تسلي ورکوی، هغه ده د مذهب تسلي، نو په دوی کې دننه مذهب مضبوط وو. د کم علم له وجې دوی ته خپلې نظريې او د دنيا په اړه مالومات کم وو نو شرپسندو او نورو قوتونو د خپلو ګټو لپاره د دوی له مذهبي جذبې ګټه پورته کړه نو دوی په دې علاقه د خودپسندۍ جذبات نور هم زيات کړل. ډير معصومه خلک را ګير شول او د ترهګری په لور هم لاړل او دوی پوهيږی هم نه چې خپل خلک وژني، دوی خپله پښه په خپله په تبر وهي، دوی ته دا هم نه ده پته، چې ددوی ددې کړنو له وجې د ژوند هيڅ يو څيز ښه کيدلی نه شي. دا ځکه هغوی ته دا هم نه مالوميږي چې دوی ددې نعرو له وجې له دينه څومره ليري شوي دي . دين خو مينه ښيي او کله يې د جګړي او تباهي تلقين نه دی کړی.

پوښتنه: تاسو واياست غټ لوبغاړي نه غواړي د قباييلي سيمو خلک له دې غمه ځان خلاص کړي خپله خلک څه کولی شي چې له دې حالاتو راووځي ؟

ځواب: بلکل سمه ده چې خلک د علم او عقل بغير خپله دنيا نشي ښه کولی.د قباييلي سيمو خلکو ته پکارده، له مذهبي تهذيبي خود پسندۍ راووځي او د خپلې ترقۍ لپاره دې غوښتني وکړي. د خپلو ماشومانو، سپين ږيرو او ځوانانو لپاره د ژوند سهولتونه و غواړي. موږ ولې سوچ نه کوو چې له تيرو دوو لسيزو راهیسي جګړه کوو او څه مو ځينې ترلاسه نه کړل. موږ چې څومره بغاوتونه او له دنيا نفرتونه کوو، آخرز موږ لاس ته څه راغلل، موږ ځان تباه کړی نور مو تباه کړل لا د نورې تباهي پر لور روان يو، بيا هم موږ ته ويل کيږي چې لا لګيا اوسی ځکه هم دغه د نجات لار ده. موږ ولي دا پوښتنه نه کوو څه وخت چې اسلام په سمه لار روان وو، مسلمانان په سم لوري روان وو، نو هغوی په شل (۲۰) کلونو کې دنيا فتح کړه او کاميابه شولو. نو بيا څه وجه ده چې تاسو له تيرو ديرشو کلونو راهيسې قربانيانې ورکوی خو تر پخوا حالت نور خرابيږي، بيا هم سوچ نه کوو چې پر غلطه لار روان یو.

XS
SM
MD
LG