د لاسرسي ځای

تازه خبر

"روانه پېړۍ د پاکستان او روس د تعلقاتو ده"



رياض موسه خېل مشال ريډيو

اسلام آباد: خارجه دفتر کې د روس خارجه وزير سرګی لاوروف له خپل پاکستاني سیال حنا رباني کهر سره اول يو په يو او بيا د پلاویو په کچ لېده کاته وکړل.

له لیدنې وروسته ګډې خبري غونډې ته په وینا کې دواړو خارجه وزيرانو وویل چې دوی ددوه اړخيزه تعلقاتونه سربېره د افغانستان اوايران په ګډون په معاشي تعلقاتو خبرې اترې وکړې او دې دوران درې لوظنامې هم لاس ليک شوې.

د پاکستان خارجه وزيرې روانه پېړۍ د پاکستان او روس د تعلقاتو پېړۍ او بلله او زياته یې کړه چې روس په سيمه ايز او نړيوال امن او معيشت کې اهم کردار لري.

د دې وينا وه چې پاکستان د تره ګرۍ خلاف جنګ کې له نړيوالې ټولنې سره اوږه په اوږه ولاړ دي خو د ډرون بريدونو له لاسه دې جنګ ته زيان رسي او بايد چې دې لړ کې بله څه لار ولټول شي.

نوموړې زياته کړه چې د ډرون بريدونو سره د پاکستاني سلامتۍ او خپلواکۍ خلاف ورزي کېږي .

دې دوران د روس خارجه وزير سرګی لاوروف هم د پاکستان موقف تائيد اوکړو او وې وئيل چې هېچا ته دا حق نشته چې د بل چا سلامتي او خپلواکي تر پښو لاندې کړي.

د افغانستان امن عمل په اړه د يو تپوس په ځواب کې سرګی لاوروف وویل چې دوی به د هر هغه ګام مرسته کوي چې د افغانستان د امن له پاره پورته شي خو تر ټولو غوره خبره داده چې دې لړ کې هر قسمه تجويز پخپله د افغانستان لخوا راشي او د جوړ جاړي عمل کې ټولې ښکېلې غاړې ګډون ولري.

د روسي خارجه وزير د دورې په باب له مشال رېډيو سره په خبرو کې د خارجه چارو کارپوه او خبريالې ماريانه بابر وویل چې له دې دورې سره به د پاکستان او روس تعلقات مخ په وړاندې لاړ شي او دا چې د دې خبري غونډې نه داخبره څرګنده شوه چې د افغانستان او ډرون بريدونو په ګډون ټولو مهمو چارو باندې د روس او پاکستان نظر يو شان دې.

دې زياته کړه چې که پاکستان،روس،افغانستان،ايران او چین په شريکه سره کولی شي چې د سيمې امنيت او معيشت په کلکو بنيادونو اودروي.

XS
SM
MD
LG