د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له پاکستانه ترهګري ختمېدل مو د تړون شرط دی "


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی




ولسمشرکرزي افغانستان ته د تندلاریتوب او ترهګرۍ د ورتګ مخنیوی او د هغوی له سمبالولو څخه لاس اخیستل له پاکستان سره د ستراتیژیکو اړیکو د ټینګولو مهم شرطونه وبلل.

ولسمشر کرزي د پنجشنبې ورځ کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل، چې په واشنګټن کې یې د افغانستان، بریتانییا او پاکستان په وروستۍ درې اړخیزه غونډه کې هم پردې مسالې خبرې کړي او باید، چې پاکستان په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره همکاري وکړي.

ولسمشرکرزي څرګنده کړه، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هغه مهال ستراتیژیکې اړیکې ټینګیدای شي، چې له پاکستانه افغانستان نا امنه او بې ثباته نشي:

"په دې برخه کې شرطونه شته هغه دا چې لومړی دې افغانستان د تروریستانو او ځان وژونکو راتګ بند شي او د مداخلو د دوام مخه دې ونیول شي. دغه راز د نورو هغو عواملو او فعالیتونو مخه دې ونیول شي، چې د افغانستان د خلکو د وژنې او د دې هېواد نا آرامیو لامل ګرځي.

کله چې دا ټول وشول بیا د افغانستان خلک او حکومت په تمامه مانا د دې تړون کولو ته چمتو دي."

په دې وروستیو کې په ملي او نړېواله سطح داسې راپورونه خپاره شول، چې ګوندې افغانستان او پاکستان په خپلمنځ کې د ستراتیژیکو همکاریو اړیکې ټینګوي او په دې اړه ځینې پرمختګونه هم شوي.

د راپورونو له مخې د پاکستان له خوا لا هم د افغانستان پرختیځو سیمو راکټي بریدونه کیږي او سربیره پردې چې دا مساله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان له خوا وړاندې شوې د دواړو هېوادونو اړیکې یې هم زیانمنې کړي دي.

ولسمشر کرزي همدې مسالې ته په اشاره وویل، چې امریکا حاضره نه ده، چې د دې بریدونو په وړاندې د افغانستان دفاع وکړي او نه هم دا خبره مني، چې د پاکستان له خوا دومره زیات توغندي پر افغانستان توغول کیږي.

ولسمشر کرزي وویل، افغانستان هیڅکله نه غواړي چې د پاکستان د دې راکټي بریدونو ځواب په ورته توګه ورکړي، خو دا یې ومنله، افغانستان داسې پوځي امکانات نه لري، هاغه سیمې وولي، چې ورڅخه پردې هېواد توغندي توغول کیږي.

کرزي زیاته کړه، دوی پردې خبرې کوي، چې که امریکا او ناټو افغان امنیتي ځواکونه په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو نه سمبالوي نو دا هېواد به له خپلو امکاناتو دا تجهیزات د سیمې له هېوادونو ترلاسه کړي:

"افغانستان څنګه کولای شي د تجهیزاتو له درکه هغه هدف ته ځان ورسوي، چې هیله یې لري.موږ له امریکا غوښتي، چې زموږ هوایی ځواک په جنګي، کشفي او ترانسپورتي الوتکو سمبال کړي خو امریکا لا تر اوسه ورته مثبت ځواب نه دی ورکړی.په دې اړه زموږ بحث به راتلونکې اونۍ هم دوام وکړي، که چیرې امریکا او ناټو موږ ته دا وسلې او تجهیزات را نه کړل نو ایا افغانستان به انتظار باسي او که له خپل توانه په ګټې اخیستنې له روسیې،چین،هند او یا هم له بله ځایه دا وسلې او امکانات واخلي".

افغان حکومت ټینګار کوي چې افغان امنیتی ځواکونه د دې هیواد د بشپړې امنیت ساتنې توان لري خو ناټو او مریکا باید د دې هیواد ځواکونه په عصری او پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.

امریکا او ناټو هم تل ټینګار کړی چې افغان ځواکونه سمبالوي خو د دې مسالې پرسر له ډیرې مودې راهیسې د افغان حکومت او نړیوالو دا ډول ناندرۍ روانې دي او د ولسمشرکرزي دې څرګندونو ته په پام لاهم دا ستونزه پر خپل ځای پاتې ده.

XS
SM
MD
LG