د لاسرسي ځای

تازه خبر

"قبایلي لوبغاړي به هم قامي کرکټ ټیم ته لار ومومي"



رابعه اکرم

د پاکستان کرکټ بورډ د فاټا کرکټ ريجن لپاره درې کسيزه عبوري کميټي جوړه کړه. دې کميټه کې د چيرمين په شمول دوه ممبران شامل دي چې په قبايلي سيمو کې به د کرکټ هلو ځلو لپاره کار کوي. د پاکستان کرکټ بورډ ميډيا منېجر رضا راشد مشال راډيو ته وويل د قبايلي سيمو ځوانانو کې د صلاحيتونو کمی نشته، ځکه د پاکستان کرکټ بورډ غواړي په قبايلي سيمو کې کرکټ ته وده ورکړي.

،،دا عبوري کميټه به په قبايلي سيمو کې د کرکټ هلو ځلو نګراني کوي.او پاکستان کرکټ بورډ ته به رپورټ ورکوي.موږ غواړو چې لري پرتو سيمو ته کرکټ ورسوو.او د فاټا کرکټ ريجن جوړولو مقصد هم دا دی چې کرکټ لوبې پرمختګ ومومي،،

د فاټا کرکټ ريجن لپاره ټاکل شوي چيرمين اقبال حسين اقبال هيله ښکاره کړه چې اوس به د قبايلي سيمو ځوانانو ته په کرکټ لوبو کې د برخه اخيستو موقعې ترلاسه شي.

،، له ټولې فاټا به د انډر ۱۶او انډر ۱۹ يا ګريډ ټو يو ډله وه. د قبايلي سيمو اووه ايجنسۍ او شپږ ايف ار،موږ سره بره او کوز دير هم دی نو له دې به يوه ډله جوړيدله خو اوس هرې ايجنسۍ ته خپل حق ملاو شو. له دې سره به ډيرو هلکانو ته موقع ملاوشي. دلته صلاحيتونه ډير دي.زه اميد کومه چې له دې سره به ډير ښه لوبغاړي مخي ته راشي اود پاکستان نمايندګي به وکړي،،

د کرکټ پخواني لوبغاړي ارشد خان مشال راډيو ته وويل چې قبايلې سيمو ته د کرکټ د ريجن درجه ورکول د پاکستان بورډ يو ډير ښه ګام دې.

،،که وګورۍ نو له ډيرې مودې راهیسې قبايلو د کرکټ ريجن لپاره هڅه کوله او لس کاله مخکې موږ دا کوښښ کولو چې د فاټا کرکټ فرسټ کلاس کې راشي،ولې چې دلته په لوبغاړو کې ډير صلاحيتونه شته دي. په پيښور کې اکثریت لوبغاړي له قبايلو سیمو دي.خو د دې خلکو بد قسمتي دا وه چې نه پيښور قبلول او نه ايبټ اباد ريجن، هغوی به خپلې ګټې په پام کې نیولې نو زيات نه زيات يو هلک به يې ولوبولو، نور به ضايع شول،،

نوموړي زياته کړه چې مستقبل کې به د پاکستان قامي کرکټ لوبډله کې له قبايلي سيمو هم تکړه لوبغاړي شامل شي.

XS
SM
MD
LG