د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان و پاکستان دې د ډېورنډ لاین مسله حل کړي"




په امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ کې د خبریال ډېوېډ اګنیشس په رپورټ کې راغلي، د امریکا، افغانستان او پاکستان د چارواکو یوه ډله پر دې ګډ کار کوي چې یوه داسې اساسي ستراتیژي جوړه کړي چې د خپلو غوښتنو د پوره کولو له پاره شرایط تر ټولو کم کړي. د دې کار موخه د داسې کړنلار ې جوړول دي چې امریکايي او ناټو پوځیان له افغانستانه و ایستل شي او په افغانستان کې د سیاسي انتقال بهیر پر مخ بوتلل شي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي، امریکايي چارواکي د افغانستان د سولې او ثبات په اړه په غیر رسمي خبرو کې د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی پخواني مشر جنرال احسان الحق سره یوه نظر ته رسېدلي دي.

جنرال احسان الحق په واشنګټن کې د خبرو پر وخت په اووه نوکتو مشتمله یوه تګلار وړاندې کړې ده. دی وايي، د دې تګلار موخه د پوځي پر ځای پر سیاسي انتقال توجه ورکول دي.

خبریال ډېوېډ اګنیشس لیکي، په افغانستان کې جګړه یوازې په پوځي لار نه شي ګټل کېدای. جنرال احسان الحق وايي، د امریکا دوه اساسي غوښتنې دي. یوه دا چې په افغانستان کې باید القاعده وجود و نه لري. دویمه دا چې په افغانستان کې باید د ښځو له پاره د طالبانو ظالمانه پالیسۍ بیا را نه شي.

د آی ایس آی پخوانی مشر جنرال احسان الحق وايي، طالبان یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا ده چې په افغانستان کې باید هیڅ بهرني پوځیان شتون و نه لري.

دی وايي، دا تر ټولو کم شرایط دي چې په جګړه کې ښکېلې دواړه ډلې یې ښايي پوره کولای شي.

دی په دلیل کې وايي، د وړوکي اختر په مناسبت په پیغام کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر له امریکا سره د سولې خبرو ملاتړ وکړ چې خپل مقاصد تر لاسه کړي. ملا عمر په خپل پیغام کې دا هم ویلي ول چې ((د اسلامي اصولو، ملي ګټو او [افغان] کلتور په رڼا کې ښځو ته د هغوی ټول قانوني حقونه ورکوي.)) جنرال احسان الحق وايي، د طالبانو نور هم داسې بیانونه راغلي دي چې په کې القاعده رد شوې ده.

جنرال احسان الحق په خپلو وړاندیزونو کې ویلي چې په افغانستان کې باید د تاجکانو او هزاره ګانو د سیمو بیا وداني وشي او له هغوی سره اقتصادي مرستو ته ضرورت دی.

د جنرال په وړاندیزونو کې راغلي، په سیمه کې د ارامۍ له پاره باید افغانستان یو بې طرفه هیواد و اوسي او له بهره په کې هیڅ مداخله و نه شي. د ده په فکر، د پاکستان د خپګان ختمولو له پاره باید افغانستان له دې هیواده خپل ټول کډوال بیرته خپل وطن ته ور وغواړي.

مقاله د جنرال احسان الحق له خولې زیاتوي، کابل او اسلام اباد باید تر خپل منځ یو قانوني سرحد جوړ کړي چې ((باید سخت وي، منظم وي او باثباته و اوسي.)) په بله مانا، افغانستان او پاکستان باید د ډېورنډ لاین مسله حل کړي.


XS
SM
MD
LG