د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما او رومني نن انتخابي مناظره کوي


اوباما او رومني ورجینیا ته پام اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00

اوباما او رومني ورجینیا ته پام اړولی



په امریکا کې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات د نومبر پر شپږمه نېټه تر سره کیږي. د امریکا اوسنی ولسمشر باراک اوباما او د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د هغه مخالف اومېدوار میټ رومني د امریکا له وخت سره سم نن ماښام په لومړي ځل له یو بل سره په یوه ګډ بحث کې پر دې خبري کوي چې د دوی تګلاري څه دي. د نن شپې د بحث په څیر به دوه نور د نومبر تر شپږمې نېټې وړاندې تر سره کیږي.

په امریکا کې د انتخاباتو په اړه تر سره شوې تازه نظرپوښتنې ښيي چې اوباما تر میټ رومني لږ څه پرمخ دی.

خو د شنونکو په فکر ، که چیري میټ رومني په دې بحثونو کې ښه کارکردګي وښودله نو به د دې موجود فرق په ختمولو کې بریالی شي.

د ورجېنیا پوهتون د سیاسي څانګې یو شنونکی کېلي کونډیک وايي ، داسې بحثونه مهم دي خو په تېر وخت کې یې د انتخاباتو پر وروستیو نتیجو اغېزه نه ده کړې.

( ښکاره خبره ده چې میټ رومني به دا باوري کوي چې کومه لویه تېروتنه ونه کړي ، او کېدای شي چې هغه داسې هڅه وکړي چې ولسمشر باراک اوباما دې ته اړ کړي چې غلطي وکړي. ځینې پوښتنې دي چې ایا دا بحثونه څومره ارزښت لري خو دا ډېرې مهمې موقعې دي ، او داسې به ښکاري چې رومني به د ولسمشرۍ په انتخباتو کې د ځان د مهم ښودلو لپاره په دې کې ښې کارکردګۍ ښودلو ته اړتیا لري)

د نن شپې په بحث کې به پر میټ رومني له دې کبله فشار زیات وي چې نوموړی به د خپل اقتصادي پلان مهمې برخې وړاندې کوي او رایه ورکوونکي به پر دې قانع کوي چې د ده پلان د اوباما تر هغه ښه دی.

رپوټ لیکي ، د رپبلکن ګوند په منځنیو بحثونو کې میټ رومني ځینې وخت نامناسبه خبرې کړي دي. لکه یو ځای ده ویلي وو چې دی د واک لپاره ولاړ دی . بل ځای یې د ټکساس ایالت پر ګورنر ریک پېري له دې کبله د لسو زرو ډلرو شرط تړلی وو چې ګواکې د هغه د ده د ریکارډ په اړه دروغ ویلي وو.

خو د ولسمشر باراک اوباما هم په تېر وخت کې په داسې بحثونو کې دېره ښه کارکردګي نه ده ښودلې.

نومړی د داسې بحث پر وخت په داسې هڅه کولو مشهور دی چې خپل مخالف ته په غصه شي ، او هغوی ته ځان مغرور او بااخلاقه وښي.

شنونکي وايي ، ولسمشر باراک اوباما به رایه اچوونکي په دې راضي کوي چې ګواکی دی به د امریکا له اقتصاد سره تړلي هغه څه په دویمه دوره کې سر ته ورسوي کوم څه چې ده په لومړۍ دوره کې ونه کړای شوای.

رپوټ زیاتوي ، د ۲۰۰۸م کال د انتخاباتو لپاره په یوه بحث کې له هلري کلنټن څخه وپوښتل شوچې ایا د خلکو له خوا د اوباما زیات خوښول د دې لپاره د زحمت سبب شوي وو او که نه؟

خو ولسمشر باراک اوباما د خپلو یاداښتونو له کتلو پرتله وویل ، یا هلري ته ډېره د خوښولو وړ یې.

میټ رومني په دې وروستیو کې د اې بي سي نیوز په نامه چېنل ته ویلي وو چې دی د نني بحث لپاره تیاري کوي.

میټ رومني ویلي وو ، دا به یو چېلنج وي چې د ولسمشر د هغه څه ځواب ورکړي کوم څه چې د رومني په وینا روښتیا نه دي.

میټ رومني ویلي ، دی به دا پرېکړه کوي کوي چې ورکړل شوی وخت د ریکارډ په سمولو کې تېر کړي او که هغه څه ووايي کوم څه چې دی ویل غواړي.

د نن شپې دا بحث به یو نیم ساعت دوام ولري او توجه به یې د امریکا پر کورنۍ تګلاره وي. راتلونکی یو به د رایه اچوونکو پوښتنو ته ځانګړی وي او په دریم بحث کې به پر بهرنۍ تګلاره خبري کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG