د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ناقانونه سختدریځې ډلې ګډوډي جوړوي"


 د خیبر پښتونخوا د مذهبي چارو او اقلیتونو وزیر نیمروزخان
د خیبر پښتونخوا د مذهبي چارو او اقلیتونو وزیر نیمروزخان


غلام غوث مشال راډيو

د پيښور په پرېس کلب کې د مذهبونو او عقيدو تر مينځ د ور رورولۍ د پرمختګ لپاره د خیبر پښتونخوا د قامي امن کميټۍ په غونډه کې په پاکستان کې فعاله ناقانونه ګرځول شوې اورپکې ډلې د بدامنۍ او ګډوډۍ رامنځ ته کولو ذمه وار ګرځول شوې.

له غونډې وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې د خیبر پښتونخوا د مذهبي چارو او اقلیتونو وزیر نیمروزخان وویل، چې ناقانونه ګرځول شوې ډلې په بدلو نومونو خپل فعالیتونه کوي او په ملک کې لوی تاوان دوی اړولی دی. او د همدغه ډلو له لاسه هيواد او مذهب ته زيان رسيږي او د بدنامۍ سبب جوړيږي.

نوموړي زیاته کړه:

( بدمرغي دا ده، یو تندلارې ډله چې کله ناقانونه وګرځول شي نو په بل نامه سر راپورته کړي. پر دوی ځکه بندیز لګول کېږي چې امن او مذهب ته زیان رسوي. دا تنظیمونه د ملک، امن او مذهب لپاره نقصانده وي او له همدې وجې پابندي ورباندې لګېږي.)

صوبايي وزیر نیمروزخان وویل چې په مظاهرو او لاریونو کې د خلکو املاکو ته زیان رسول د غندنې وړ ده.


د بیلابېلو مذهبونو تر منځ د ورورلۍ د پرمختګ لپاره د خیبر پښتونخوا د قامي امن کمېټۍ په دې غونډه کې د مذهبي لږکیو استازیو هم ګډون وکړو. پر دې مهال برخوالو د خپلمنځي امن او ورورلۍ د لا پرمختګ په راوړلو ټینګار وکړ.

د غونډې یو بل برخوال د خیبر پوهنتون یو پروفیسر ډاکټر تسکین احمد خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، هر څوک چې مذهبي کرکه راپاروي، د ده په خبره هغه خلک دماغي ناروغي لري.

( د مذهبي کرکې خبرې چې څوک کوي، فلم جوړوي یا کارټون جوړوي، د ډاکترۍ د علم له پلوه دا د روغو مغزرو خبرې نه دي. دا د بیمار ذهن خبرې دي، که هر څوک یې کوي، هغه به ناجوړه وي. په هر چا چې خپله خبره منې نو په یوه ښه کردار یې منلاﺉ شې، دا نه چې په زوره پر یو چا خپله نظریه او فکر وتپې. )

د پېښور د کلیوالې سیمې یو دیني عالم محمود الله له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې امن او ثبات د وخت مهم ضرورت دی.

( څنګه چې د انسان لپاره خوراک د وخت ضرورت دی، همداسې امن د انسان ضرورت دی. په اصل کې یو مسلمان چې ورانۍ کوي، ګډوډي جوړوي، یو بل مسلمان ته تکلیف او عذاب رسوي. ماشومان ځینې په تکلیف کې دي، د دوی له لاسه خپل تعلیم نه شي کولاﺉ. یا زموږ په ملک کې مېشت اقلیتونه ترې په تکلیف کې دي. نو دا خلک د اسلام په اصلي لاره نه دي روان. کوم اسلام چې الله رب العزت موږ ته ویلی دی. )

د پيښور په پرېس کلب کې د مذهبونو او عقيدو تر مينځ د ور رورولۍ د پرمختګ لپاره د خیبر پښتونخوا د قامي امن کميټۍ په غونډه کې له نویو ټاکل شويو غړو صوبايي وزیر حاجي نیمروز خان لوړه اوچته کړه.

XS
SM
MD
LG