د لاسرسي ځای

تازه خبر

د رمشا مسيح د کيس درې ګواهان د خپل بیانه اوړیدلې


رابیعه اکرم خان مشال راډیو

اسلام اباد - د رمشا مسيح کيس درې ګواهان د جومات د امام خالد جدون پر ضد ورکونکې خپل بيان نه په شا شوي دي.تيره ورځ ډسټرک اينډ سيشن جج راجه جواد عباس په عدالت کې د جومات امام خالد جدون د ضمانت پحقله اوريدنه وشوه، نو د دغه مقدمې درې مهم ګواهانو خرم شهزاد، اويس او حافظ زبير په عدالت کې خپله بيان حلفي جمع کړه او وويل چې پوليسو د هغي په بيان کې بدلون کړې دې.

د نيولې شوې د جومات امام خالد جدون وکيل سيد واجد علي ګيلانې مشال راډيو ته وويل چې کومو ګواهانو خپل بيان په عدالت کې ريکارډ کړې دې نو هغوي وويل چې د اتنظاميې دباو له وجې د دوي په بيان کې بدلون شوې دې.

کوم ګواهانو چې د عدالت دننه بيانونه ريکارډ کړيدې نو هغوي وينا ده چې موږ پوليس ته دا بيان ندې ورکړې چې خالد جدون پدې کيس کې ککړ دې،او ګواهانو دا هم وويل چې پوليسو قصدن دغه کار کړی.

بلخوا د رمشا وکيل رانا عبدالحميد وايي چې د ګواهانو ورستو کيدو نه د رمشا په کيس هيڅ اثر نشي کيدائ او داسي ښکاري چې په دې ګواهانو څه دباو دې.

هغوي به په څه دباو کې راغلې وي.هغوي ته به ويلې شوي وي چې تاسو څه کوې او دا خبره هغوي ته يونيم مياشت پس راياده شوه،يو نيم مياشت پورې هغوى په دغه بيان ولاړ وو.هغي کله هم دا شکايت نو کړې چې زموږ خلاف څه دباو دې او يا د مجبورې نه يې بيان ورکړې دې.
د زنانو حقونو لپاره کارکونکې ادارې د عورت فاونډيشن يو چارواکی عاصم ملک وايې چې د پاکستان کوم نظام دې نو په دې کې اکثره بيانونه بدليږي.

عاصم ملک واېي ((د دي شاته به ضرور څه عناصر وي، ځکه چې پاکستان کې کومه تره ګرې او کومې خبرې چې روانې دې نو په داسي حالاتو کې خلک ځان غير محفوظه ګڼي.نو په دغه غير محفوظه حالاتو کې ظاهره خبره ده چې خلکو ته به دړکې وي،مختلفو ډلو به هغي سره رابطې کړې وي،دلته مختلفې جماعتونه او فرقي دي.نو کيداې شي دا کوم ملا چې نيولې دې څه زورورې فرقي سره وي،او هغي په ګواهانو دباو راوړې وي او دا بيان يې پرې بدل کړې وي ځکه چې ماته بل هيڅ څه وجه نه ښکارې د دغي بيان د بدلولو))

ياده دې وي تيره مياشت پدي مقدمه کې نيولې شوې رمشا مسيح عدالت په ضمانت پريښودې وه.
XS
SM
MD
LG