د لاسرسي ځای

تازه خبر

هم غزنی به د اسلامې تمدن مرکز وې


سید شاه سقیم مشال راډیو

غزنی- افغان چارواکيو هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د اسلامي هېوادونو فرهنګي سازمان پرېکړه کړې ده چې غزنی به په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي تمدن مرکز نه ټاکل کېږي.دغه اوازې تېره ورځ ځينو افغاني رسنيو خپرې کړې وې.

تېره ورځ يو شمېر افغان رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د غزني اوسېدونکيو د غزني د چارواکيو د بې کفايتي او بېغورۍ له امله يو مهم چانس له لاسه ورکړ.

افغاني رسنيو په خپلو خپرو شويو راپورونو کې ويلي وو چې د اسلامي هېوادونو فرهنګي او علمي سازمان پرېکړه کړې ده چې غزنی به په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي هېوادونو پايتخت نه ټآکي.

افغاني رسنيو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي معينمبارز راشدي له خولې ويلي وو چې په غزني د بيارغوونې کارونه نه دي شوي، امنيت يې د دې جوګه نه دی چې په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي تمدن پايتخت وټاکل شي.

خو د غزني والي موسی خان اکبر زاده بيا وايي چې راشدي دغه څرګندونې د اطلاعاتو او کلتور له وزير مخدوم رهين سره د شخصي ستونزو په اساس کړې دي.
دی وايي راشدي حق نه لري چې د غزني په اړه دغسې څرګندونې وکړي.

د موسی خان اکبر زاده په خبره تر هغه وخته چې غزنی د اسلامي تمدن پايتخت ټاکل کېږي لا ډېرې مياشتې پاتې دي او دوی کولای شي چې تر هغه وخته غزنی جوړ کړي.

((د مبارز راشدي او وزير تر مېنځ خپل اختلافات دي. مبارز راشدي هيڅ حق نه لري چې دغسې خبرې وکړي. تر داسې هيڅ پرېکړه نه ده شوې چې غزنی به د اسلامي تمدن پايتخت نه ټاکل کېږي. تر هغه وخته چې غزنی به د اسلام تمدن مرکز نومول کېږي. مونږ ديارلس مياشتې وخت لرو او کولای شو چې تر هغه وخته په غزني کې ډېر کار وکړو ))

بله خوا بيا د اطلاعاتو او کلتور وزير مخدوم رهين هم هغه اوازې رد کړې چې ګواکې غزنی به په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي تمدن مرکز نه ټاکل کېږي.
رهين وايي په غزني کې زيات کار شوی او په را روان کال کې به د اسلامي تمدن پايتخت ټاکل کېږي.


((تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې غزني به د اسلامي تمدن پايتخت نه ټاکل کېږي. مونږ د اسلامي هېوادونو له فرهنګي سازمان سره په تماس کې يو. د غزني د يخې هوا له امله د جنوری په لومړۍ اونۍ کې کېدای شي يوازې يوه ورځ په غزني کې د لمانځنې مراسم ولرو. وروسته به د وري د مياشتې په وروستۍ اونې کې په غزني يوه لويه لمانځغونډه او نندارتون جوړوو چې له ټولو ولايتونو څخه ورته خلک راځي او هر څوک به په دغه نندارتون کې خپل لاسي صنايع، موسيقي او نور توکي نندارچيانو ته وړاندې کړي))

رهين مني چې اوس لا هم په غزني د بيارغوونې او امنيت په برخه کې ځينې ستونزې شته خو د ده په خبره هومره جدي نه دي چې غزني دي يې له امله د اسلامي تمدن د مرکز د نامه وياړ له لاسه ورکړي.

که څه هم رهين وايي چې د دوی په ګډون نور وزارتونه هم د غزني له والي سره په ګډه کار کوي چې غزني د دې جوګه کړي چې په دوه زره ديارلسم کال کې د اسلامي تمدن مرکز ونومول شي. خو د غزني والي موسی خان اکبر زاده څو ورځې وړاندې له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د ځينو مهمو وزارتونو وزيران په خيانت تورن کړي وو او ويلي وو چې له دوی سره يې مرسته نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG