د خیبرپښتونخوا حکومت د صوبايي های کورټ هغه بیان رد کړی دی چې ګواکې له کېمپونو بهر مېشت افغانان د کډوالو حېثیت نه لري.
د دوشنبې په ورځ د صوبې د حکومتي کابینې تر غونډې وروسته د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخار حسېن په دې اړه مشال راډیو ته وویل(( په بین القوامې سطحه افغانانو ته پناه ورکړل شوې ده، او د دوی په سر د پاکستان حکومت ته مرستې ورکړل شوې دې، خو باید دوی دلته د ژوند قانوني حق ولرې))
میا افختار حسېن دا هم وویل چې د پېښور په روغتونونو کې یې د قانوني اسناد لرونکو افغانانو د ستونزو د هواري لپاره ګامونه پورته کړي دي.