د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنېټا پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو په اړه خبرې کړې


د امریکا د دفاع وزیر لیون پنېټا په افغانستان کې پر بهرنیو او افغان ځواکونو د بریدونو پر مخنیوي له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.

لیون پنېټا د افغانستان د دفاع له وزیر بسم الله خان محمدي او د کورنیو چارو له وزیر غلام مجتبا پتنګ سره د هغوی له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل پر ټلیفون ږغېدلی دی.

دوی دا خبرې له هغه وروسته کړېدي چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې یوه ځانمرګي برید څلوارلس تنه ووژل چې د نېټو څلور سرتېري او څلور پولیس هم پکې شامل وو.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل ، برید کوونکي پر موټرسایکل چاودونکي توکي یښي وو چې په برید کې یې اووه دېرش ولسي وګړي ټپي شو.
افغان طالبانو د دې برید پړه پر غاړه واخیسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG