په انټرنیټ او په خاص توګه په فېس بک کې ځینې وخت داسې خبرې او مالومات تر سترګو کیږي چې نه یوازې دحقایقو نه لرې وي بلکې د ځینو کسانو، قامونو او یا ګوندونو سپکاوي کوي خو هیڅ سرچینه یا د خبر ذریعه یې مالومه نه وي. بیا هم ځینې خلک دغه خبرونه له خپلو یارانو دوستانو سره شریکوي او دا راز د دروغو، تهمتونو، او بهتان پرچار روان وي. په دې حواله مجید قرار وايي په رسمي میډیا کې د ذمه وارۍ ترڅنګ د څارنې باید یو مضبوط نظام موجود وي خو په فېسبوک هر تن آزاد دی نو په کار ده چې ددې آزادۍ سره پخپله د ذمه وارۍ احساس هم ولري. دا به څنګه کیږي؟ نوموړې وايي:
ماهرین په دې خبره متفق دی چې که څه هم موجوده دور د آزادۍ او جمهوریت دور دی خو په دې کې د آزادۍ د سم او جایز استعمال ضرورت لا نور زیات دی او پکار دي چې یو انسان هم/ د خپلې آزادۍ نه بل انسان ته تکلیف ونه رسوي.