د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهبي سپکاوي قانون د اقلیتونو په دفاع کې



د خبري اژانس ايسوشییېټېډ پريس په يو رپورټ کې راغلي دي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون کېدای شي د هغه مسلمانانو پرضد استعمال کړل شي چې پرې په کراچۍ کې په يو مندر د حملې کولو تور دی ، په دغه هېواد کې دا يو ډير عجيبه بدلون ښکاري ځکه چې دغلته کې د مذهب د سپکاوي سختې سزاګانې په بنيادي توګه د اسلام د توهين کونکو خلاف کارول کيږي نه چې د اقليتونو د مذهب د دفاع لپاره.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون له مخې د مذهب سپکوونکو ته به د مرګ سزا ورکول کېږي ، دې قانون ته له هغه وروسته د ټولې نړۍ پام ورګرځېدلی کله چې په دغه هېواد کې يوه عسايی انجلۍ رمشا د اسلامي نسخو په سوځولو تورنه شوه .

يوه پوليس چارواکي محمد حنيف ویلي چې په کراچۍ کې د هندوانو په مندر بريد د تېری مياشتې په يويشتمه نېټه شوی وو . چارواکي وايي د مذهب د سپکاوي قانون د دفعې( ۲۹۵ ای) له مخې د دغه بريدکونکو خلاف کيس درج کړل شوی دی. دغه دفعه د مذهبي احساساتو راپارولو خلاف کارول کيږي.

د بشري حقونو لپاره کارکونکي وايي د پاکستان د توهين رسالت قانون مبهم دی او زياتره يې خلک د خپلو مذهبي مخالفينو او اقليتونو ضد کاروي.

بلخوا د ورځپاڼې وال سټريټ جرنال په يوه رپورټ کې راغلي دي د تېر زيارت په ورځ د امريکا د دفاع وزارت اعلان وکړو چې امريکايي پوځيانو د لسو ورځو د وقفې وروستو يو وار بيا له افغان ځواکونو سره په ګډه ګشتونه شورو کړي دي. ليکوال چې د امريکا پخوانې دفاع وزير هم دی وړاندی ليکي په داسې حال کې چې دوی په دوه زره څوارلسم کال کې له افغانستانه وځي نو دا ګډ ګشتونه د يو خوندي افغانستان لپاره ډير مهم دي او ولسمشر باراک اوبامه هم دا غواړي. خو نوموړی وايي، دا خبره يقيني کول پکار ده چې په افغانستان کې د ګډو ګشتونو شورو کولو دغه پرېکړه يواځې د دی لپاره نه وي چې په دغه هېواد کې د زمکنيو حقايقو د حلولو له ناکامه شوې تګ لارې سترګې پټې کړل شي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي ګډ پوځي ګشتونه د دې لپاره نه دي چې د افغان سرتېرو ځای ونيول شي بلکې افغان ځواکونه به خپل مشن پخپله پرمخ بيايې.

د دې ګډو عملياتو به هيڅ نتېجې مخې ته راونه وځي که چرې د نړيوال ځواکونو له وتو سره سم افغان ځواکونه هم راوځي. ليکوال وايي څو اونۍ وړاندی هغه د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ ته تللي وو او هلته يې وکتل چې په ګډه ګشت کونکو ته څومره ستونزي دي.

د مقالې په اخره کې راغلي دي دا خبره رښتيا ده چې په هلمند ولايت کې په عمومي توګه شاندار پرمختګ شوی ،لارې پرانستل شوي ، بازارونو رونق دي او سکولونه له زده کونکو ډک دي خو دا وس د افغانانو کار دی چې خپلې سيمې پخپله پاکې وساتي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG