د لاسرسي ځای

"پاکستانیو بریدونو ته به ورته ځواب ورکوو"


د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی

د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی


د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي پریکړه کړې، چې د پاکستان حکومت له لوري د افغانستان پر خاوره د بریدونو ځواب به ورکوي.

د والي ویاند احمد ضیاعبدالزي په یوه خبري ناسته کې وویل، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د مومندو قومي مشرانو خپلې هغه ستونزې، چې مشران يې په پېښور کې د پاکستان حکومت له خوا ګواښل کیږي او د لعل پورې او ګوشتې ولسوالیو په ځينو سیمو د پاکستان حکومت له خوا پرې راکټي بریدونه کیږي، شریکې کړي.

نوموړی وايي، د همدې ستونزې د حل په موخه د ننګرهار والي په یوې ځانګړې امنيتی غونډه کې پریکړه کړې، چې که د پاکستان حکومت له لوري په افغان خاوره برید وشي نو ولسونه او افغان امنيتي ځواکونه به ځواب ورکوي:

"نن یو ځل بیا امنيتي ځواکونو د والي صیب په مشرئ په دې مسله بحث وکړ، که چيرې بیا د ګوشتې ولسوالۍ ولسونه د پاکستان حکومت له خوا ګواښل کیږي او یا هم په دغو سیمو بریدونه کیږي، ولسونه او امنيتي ځواکونه به په هماغه ځای ځوابي بریدونه کوي."

عبدالزی زیاتوي، چې ولایتي ادارې دا ستونزه د امنیت له شورا سره هم شریکه کړې ده او د دې په خاطر چې دیپلوماتیکه لاره يې خپله کړې وي د پاکستان سیاسي نمایندهګي ته خبر هم ورکړی دی.

د عبدالزي په خبره والي په تورخم کې د همغږی له ګډ مرکز نه هم غوښتې، چې دا مسله باید وڅيړل شي:

"ولایتي اداره بیا هم د دې غوښتنه کوي، چې په تورخم کې د خیبر د همغږۍ دفتر دې، چې هلته د ایساف، پاکستان او افغانستان ګډ ځواکونه په کې شتون لري، اول دغه مسله له دوی سره وڅیړل شي."

په ورته وخت کې په جلال اباد کې د مومندو قومي شورا هم غونډه کړې وه او له افغان دولت او په افغانستان کې له میشتو ایساف ځواکونو يې غوښتنه وکړه، چې ددې ستونزې حل دې پيدا کړي.

په یاده غونډه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د مومندو قومي مشر فریدون مومند وویل، چې د پاکستان حکومت یو ځل بیا په پېښورکې د مومندو قومي مشران په دې ګواښلي، چې تاسې خپلې سیمې پریږدې، چې موږ هلته عملیات ترسره کوو:

"تیره ورځ هم زموږ ځینې مشران، چې په پاکستان کډوال دي، هغو ته د پاکستان حکومت له خوا ویل شوي، چې تاسې راشی دې غاړه او موږ به درته کيمپوونه جوړ کړو او که چېرې دا کار نه کوي نو بیا موږ به ستاسو پر سیمه بریدونه وکړو."

باید وویل شي، چې د تيرې پنجشنې په ورځ د ګوشتې په ولسوالۍ کې د ګوشتې او لعل پورې ولسواليو زرګونه ولسونو دولسي جرګې دغړي فريدون خان مومندپه مشرۍ يوه لويه غونډه کې ویل شوي وو، چې په تیرو دوو اونیو کې له ګوشتې ولسوالۍ نه د پاکستان حکومت د بریدونو له امله په زرګونو کورنۍ نورو ځایونو ته بې ځایه شوي دي.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد

XS
SM
MD
LG