د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې ځانمرګي برید ۱۳ تنه ووژل ۴۶ ژوبل




نن د دوشنبې سهار د خوست امنیه قوماندانۍ سره نږدې په عدالت څلور لاري کې یوه ځانمرګي برید لږ ترلږه ۱۳ کسان وژلي. او خوا شا ۴۶ یې ژوبل کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په برید کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ویل کیږي ،چې په وژل شویو پولیسو کې د چټک غبرګون دقطعې یو تن قوماندان هم شامل دی. دغه برید، چې د ایتلافي او افغان ځواکونو په پلي ګزمه وشو، درې تنه په کې بهرنیان هم ووژل شول .
که څه هم امنیتي ادارې په رسمي توګه د برید په اړه څه نه وايي ،خو عیني شاهدان یې ځانمرګی برید بولي. د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

دپیښې ټپیان د خوست ولایتي روغتون او یو شمیر شخصي روغتونو ته لیږدول شویدي . دیادونې وړ ده ،چې په وروستیو میاشتو کې دې ته ورته برید د فیض محمد خان واټ سره نږدې پربهرنیو سرتیرو شوی وو ،چې له بهرنیانو سره یو ځای يې ولسي افغان وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

بلخوا یو امریکايي چارواکې ویلي په میدان وردګ ولایت کې د یوه امریکايي سرتیري په وژل کیدو سره په افغانستان کې له ۲۰۰۱ م کال راهیسې د وژل شویو امریکا يي سرتیرو شمیر دوه زرو ته ورسیده.
ایساف وایي، د خالي په ورځ یو امریکایي سرتېری او یو بل تن ټېکېدار په میدان وردګ ولایت کې د یوه باغي افغان عسکر په ډزو ووژل شول.

په دې برید کې درې افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

ایساف په خپل لومړي رپورټ کې ویلي ول چې دا سرتیري به د افغان امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي وي خو روسته بیا ایساف داسي خبرونه ورکړل چې په دي پیښه کې د وسله والو لاس کیدای شي چې دا مهال يې پلټني رواني دي .

په روان کال کې په هغو بریدونو کې چې د افغان امنیتي ځواکونو له منځه پر بهرنیو سرتیرو شوي لږ تر لږ دوه پنځوس بهرني سرتیري وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG