د لاسرسي ځای

تازه خبر

درحمان بابامزارله سره جوړکړی شو،هوتي پرانیسته وکړه



د خیبر پښتونخوا ، وزیر اعلی امیر حیدرخان هوتي وايي رحمان بابا د امن او انسانیت درس ورکړی او تل به د پښتنو په زړونو کې خاص ځای ولري.

نوموړي دا څرګندونې په پېښور کې د رحمان بابا د مزار د ودانۍ د بیا پرانیستې پرمهال کړي دي. د رحمان بابا مزار درې کاله وړاندې د وسله والو ډلو له خوا په چاودیدونکو موادو زیان من کړی شوی و.

هوتي په دې موقع وویل ، دوی په صوبه کې د نورو پښتنو شاعرانو زیان من شوي مزارونه هم له سره جوړ کړي چې ورکې د اجمل خټک مزار هم د یادولو دی.

د رحمان بابا د مزار د جومات امام او خطیب معراج الدین سرکاني وايي نوموړی مزار د پاکستان د ولس مشر اصف زرداري په سپارښتنه د څلورو کروړو روپیو په بیه د صوبايي حکومت له خوا ترمیم کړی شو.

درحمان بابا د مزار په نخښه کیدو په لر او بر کې پښتنو د خپګان څرګندونه کړې وه او ددې مزار په بیارغونه د رحمان بابا مینه وال خوشالي ښکاره کوي.




تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG