د لاسرسي ځای

تازه خبر

رحمان ملک وايي د بلوچستان د بیلیدو هڅې کیږي


د پاکستان د کورنيوچارو وزير رحمان ملک ويلي چې د بلوچستان له هيواده د بېلولو سازش روان دی.


اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال رحمان ملک وويل چې د بلوچستان ټول مرور خلک پخلا کول غواړي:

((د بلوڅانو چې کومې جايزې ګيلې دي هغه به لري کوو، خو د دې به هيڅکله دا مطلب نه وي چې دښمن زمونږ لپاره جال جوړ کړي، زمونږ پوځ او ايجنسۍ بدنامول غواړي او موږ د هغوي په دغه چال کې راګېر شو. له ډيره وخته راهيسې د بلوچستان د ماتولو کوششونه کيږي.))

د يادونې وړ ده چې بلوچستان کې دا وخت ځينې بلوچ بيلتون پالې ډلې د وسله والې مبارزې له لارې له پاکستانه د ازادۍ اخیستو کوشش کوي. دلته ګن شمير بلوچان لادرکه او د ځينو يې مړي په ډير خراب حالت کې موندل شوي چې پړه يې د پاکستان پر استخباراتو اچول کيږي.


اختر مینګل
اختر مینګل

رحمان ملک دا خبرې له هغې وروسته کړي چې د بلوچ نیشنل ګوند مشر اختر مينګل ويلي چې پر حکومت يې اعتبار نه دی پاتې او که د بلوچستان د مسلې حل روانه ویستل شو نو لري نه ده چې بلوچستان د پاکستان سره مخه ښه وکړي.
XS
SM
MD
LG