د لاسرسي ځای

صومالیا: وسله والې ډلې الشباب وروستۍ مورچه خالي کړه


په صوماليا کې له القاعده سره تړلې وسله والې ډلې الشباب ویلي، په دې هیواد کې یې خپله وروستۍ مورچه هم خالي کړې ده.

د الشباب ویاند، شیخ علي محمود رېج ویلي، د دوی د ډلې پوځي قوماندان امر ورکړی چې د ټاکټیک له مخې د شنبې په شپه په کسمایو ښار کې خپل مورچل خالي کړی دی.

د کسمایو ښار اوسېدونکو هم د ورته خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې د الشباب ډلې راډیو هم غلې شوې ده.

دا خبر تر هغې یوه ورځ وروسته راغلی دی چې د افریقايي اېتلافي ځواک پر کسمایو ښار حمله کړې ده.

له هغه وخته چې افریقايي اېتلافي ځواک د صومالیا د پلازمېنې موګا دېشو زیاتره برخې تر خپل واک لاندې راوستې، کسمایو د الشباب ډلې له پاره تر ټولو زیات مهم ښار دی.
XS
SM
MD
LG