د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا مجاهدین خلق ډله د ترهګرو له لسټه و ایسته


امريکا د ايران جلاوطنه ډله مجاهدين خلق د بهرنيو تروريستي ډلو له فهرسته ايستلي ده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وويل، د بهرنيو چارو د وزيرې هیلري کلنټن له خوا دغه پرېکړه سر له جمعې عملي شوه.

ويل شوي دا پرېکړه ځکه شوې چې مجاهدين خلق ډلې له تاوتريخوالي لاس اخيستى او تر يوې لسيزې زياته موده يې تاييد شوي ترهګريز عمليات نه دي ترسره کړي. البته له دې سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دې ډلې ته اندیښنې شته. دې ډلې د ایران او عراق د جګړې پر مهال د صدام حسین د رژیم ملاتړ کاوه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG