د لاسرسي ځای

د مخدره موادو پر ضد د څلورو هیوادونو غونډه


د افغانستان، پاکستان، روس او تاجکستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشرانو په راتلونکو پينځو کالونو کې د نشه يي موادو پر وړاندې د مبارزې له پاره پر حکمت عملي خبري کړې دي.

د دغو څلورو هېوادونو مشرانو د جمعې پر ورځ، د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې له افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

د روس مخدره موادو کنټرول کولو اداري مشر ويکټر ايوانوف وايي، دا وخت په افغانستان کې ۲۰ ټنه اپين په ګودامونو کې دی او د نړۍ بازارونو ته د استولو له پاره تیار پروت دی.

بلخوا د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل، افغانان په يوازې سر د دغو موادو په وړاندې مبارزه نه شي کولاى.
XS
SM
MD
LG