د لاسرسي ځای

تازه خبر

٫٫هیندوان په پښتنو کې ژوند او کاروبار خوندي ګڼي٬٬




نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کي هیندوان وایي،د صوبې په ځینو سیمو کي دوي د تېښتونې،زور زیاتوب او وژنو له پېښو سره مخامخ دي،چې له وجي یې یو شمېر هیندوانو هیند ته په کډه کولو مجبوره شوي؛خو د دوي په وېنا،د صوبې په پښتون مېښتو سیمو کې تر اوسه له دوي سره داسي چلن نه دی شوی او تر اوسه د دوي ضد د ناامنۍ معمولي پېښه هم د دوي په وېنا،پر ریکارډ نه ده راغلې.دوي مخته وایي،پښتانه ښه خلک دي او د لږکیو او ګاونډیانو ډیر خیال کوي.

د کوټې اوسېدونکی سندیپ کمار وایي،د صوبې په بلوڅ مېښتو سیمو کې هیندوان د پېسو لپاره تېښتول کیږي او بیا که پېسې نه کړي ادا،بیا وژل کیږي هم او داسې پېښې یوه نه،دوې نه،درې نه؛بلکه بې شمېره دي.د ده په وېناود هیندوانو ضد د عامو غلاګیانو پېښې خو اوس یوه عامه خبره ګرځېدلې.سندیپ کمار زیاتوي،له نیکه مرغه پښتون مېښتې سیمې داسې نه دي او هلته له دوي سره داسي چلن نه کیږي او هلته هیندوان ځان بیخې خوندي ګڼي.

د چمن اوسېدونکی،یو بل هیندو لعل چند بیا وایي،د وضعې له وجې په سلګونو هیندوانو بلې خوا او سیمو ته کډه کړې،خو د صوبې پښتون مېښتې سیمې یواځنۍ سیمې دي،چې تر اوسه هیندوانو ترې کډه نه ده کړې٫٫د صوبې په بلوڅ مېښتو سیمو کي هیندوان د خرابي امنیتي ستونزې له وجې ډېر پرېشانه دي.په خاصه توګه د پېسو لپاره د تېښتونې یو شمېر پېښې بیخې زیاتې شوې.د دغې وضعې له وجي یو شمېر هیندوانو یا خو پنجاب صوبې ته کډه کړې او یا بیا کوم چا چي هم موقع تر لاسه کړې،هغوي په هیند کي پناه ترلاسه کړې او له هغه هیواده یې بیرته له راتلو انکار کړی،خو زه په باور درته وایم چي تر اوسه له پښتون مېښتو سیمو داسي څه خبر نه دی راغلی.دلته هیندوان هم د ځان ساتنه لیدلې او هم یې د خپل کاروبار.دلته هیندوان په ډېر ډاډه زړه خپل کاروبار کوي او که یې ته کله ووینې،نو د شپې تر ناوخته د دوي دوکانونه خلاس وي،د کوم تصور چې په نورو سیمو کي نه شي کېدی.٬٬

لعل چند زیاتوي،په زیارت،هرنایي،لورالایي،چمن،پښین،هیندو باغ او نورو یو شمير سیمو کي هیندوان ډېر د سکون او خوشحالۍ ژوند تېروي.دۍ مخته وایي،په تاریخي اوفطري توګه هیندوانو همېش د پښتنو تر مینځ ځان خوندي ګڼلی٫٫که پر تاریخ نظر واچوو،نو یو شمېر افغانانو پر هیند پاچاهي کړې او همېش يې هیندوانو او نورو لږکیو ته ساتنه ورکړې.دوي کله هم پر مظلوم،بې وسلې او غېر جانبداره لږکیو تېری نه دی کړی او همېش یې د دوي د حقونو خیال کړی.٬٬

د ضلع زیارت اوسېدونکی هیندو کنور لعل بیا وایي،په سیمه کي پښتنو مشرانو او عامو خلکو همېش د دوي ساتنه د ځان ساتنه بللې او په هر خطر کي یې د دوي لاس نیوی کړی٫٫هغه وخت زموږ ډېر ښه یاد دي کله چي د ۱۹۹۰ په لسیزه کي په هیند کي بابري مسجد شهید (ړنګ) کړل شو.هغه وخت د پاکستان په یو شمېر سیمو کي هیندوانو ته تاوانونه ورسول شو،خو دلته تر حکومت زیات،پښتنو مشرانو موږ ته ساتنه راکړه او زموږ پر لور را غزېدلې منګولې یې پر هغه ځای پرې کړې.٬٬

کنور لعل زیاتوي،پښتانه دوي لکه د خپل کور وګړي ګڼي او پښتانه هم دوي ته هم دغه شان عزت ور کوي.د یو بل غم،خوشحالۍ او د ژوند نورو رنګونو کي له پښتنو سره یو ځای برخه اخیستل د نړۍ جالبه مثالونه دي،کوم چي په نورو ټولنو او سیمو کي نه شي تر سترګو کیدی.

بل اړخ ته د بلوچستان کورنو چارو محکمې سیکرټر،نصیب الله بازیي هم وایي،که څه هم ټوله سیمه د ناڅاپې ناامنۍ تر اغېز لاندې راغلې،خو بیا هم د بلوچستان قبایلي چاپېریال همېش د هیندوانو خیال ساتلی٫٫د بلوچستان دا یواځنۍ ټولنه ده،چرته چي هیندوان د ځایي قامونو په نومونو د ځان شناخت کوي.کله دوي ځان ته ډومکي وایي،کله زهري او کله د ځان له نومونو سره قلندراني لیکي.زما په فکر حکومت په خپلو حدودو کي د دوي د ساتنې خیال کړی،خو د دې تر څنګ قبایلي ټولنې هم دوي د ځان برخه ګڼلې.٬٬
د بلوچستان په ۳۰ ضلعو کي په ۱۲ پښتون مېښتو ضلعو کې هیندوان وایي،دوي به کله هم له دغې سیمو بلې خوا ته د تلو فکر نه وکړي.دوي زیاتوي،دوي دلته له پېړیو پېړیو اوسېږي او دوي به هر تکلیف وزغمي،خو له پښتنو به جدایي هیڅ کله هم نه کړي قبوله.

XS
SM
MD
LG