د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومندو قوم به د خپلې خاورې دفاع کوي



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال ابادـ د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ د مومندو قوم مشران وايي چې د ډيورنډ دې غاړې پرتو څو کليو ته د پاکستان حکومت د سيمې د پريښودو ګواښ کړی دی.

په همدې اړه د زيارت په ورځ ګوشتې ولسوالۍ په مرکز کې يوه د مومندو د قوم په سلګونه تنه قومي مشران او مخور راټول شوي وو او د پاکستان د ګواښ په وړاندې يې خپل دريځ په ډاګه کړو.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی او د مومندو د قوم مشر فريدون مومند د غونډو په اړه خبريالانو ته وويل :

« د پاکستان د حکومت له خوا نظرخيل، ملاخيل، يعقوبي او رينه او پارچاو سيمو خلکو ته ويل شوي چې تاسې دغه سيمې تخليه کړیء. په داسې حال کې چې نه له دغو ځايو څخه په دوی ډز شوی و او نه دغلته د دوی د مخالفينو ځايونه دي. تقريباٌ دوه هفتې د مخه په نظرخيلو، ملاخيلو او يعقوبو په منطقه، چې تر پرون شپې پورې يې دوام وکړو، ټوپچي انداختونه وکړل چې په نتيجه کې يې دغه ځايونه خلکو پريښودل او تر پنځه زره پورې کورنۍ په کډه کولو مجبوره شوي دي.»

دې وړاندې وايي:

« يوه هفته د مخه زموږ د خوګاخيلو او دوړخيلو د قوم يو شمير مشران چې په پاکستان کې اوسيږي، هغوی د مومند ايجنسۍ د پولټيکل او نظامي مسوولينو له خوا نه غوښتل شوي وو او دا خبره ورته شوې وه چې موږ د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې اپرپشن کوو او تاسې ته خبرداری درکوو چې دغه منطقه تخليه کړیء او که تخليه يې نه کړیء نو تاسو به له ډيرو مشکلاتو سره مخ شیء.»

د انګارګي کنډو يو تن قومي مشر ملک دلاورخان وايي چې دوی به په هر حال کې د خپلې خاورې نه دفاع وکړي.
« دوی چې هر څومره کوشش کوي، هر څومره تبليغ کوي او هر څومره د راتګ ګواښونه کوي، زموږ د ډيورنډ کرښې غاړه پروت ولس د دوی مقابلې ته هر وخت تيار دي او د مومندو قومونه د دوی له ګواښونو نه ويريږي.»

د ګوشتې ولسوال ډاکټر عيسی خان ځواک وايي چې حکومت به د مومندو د قوم څخه ملاتړ وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د خپلې ولقې لاندې راولي:

« سالالې ته يې ګواښ کړی دی، کروندې ته يې ګواښ کړی دی، انګارګي ته يې ګواښ کړی دی، د دوی د ګواښونو په مقابل کې د ولسونو دريځ دادی چې موږ له خپلې خاورې نه دفاع کوو. او د حکومت دريځ دا دی چې موږ د خپلو ټولو امکاناتو سره خپلو ولسونو ته ډاډ ورکوو چې په هر صورت به د خپلې خاورې نه دفاع کوو او د تجاوزګرو مخه به نيسو.»

هڅه مو وکړه چې په ننګرهار کې د پاکستان د قونصلګرۍ نظر د خلکو د نيوکو په وړاندې ولرو، خو بريالي نه شو . بلخوا تز دې دمه په څرګند ډول د پاکستان د حکومت دريځ هم مخې ته نه دی راغلی چې ګوندې د ګوشتې ولسوالۍ خلکو ته يې د سيمې له پريښودو نه ويلي وي.

XS
SM
MD
LG