د لاسرسي ځای


رابعه اکرام مشال راډيو

اسلام اباد: د پاکستان په شمول ټوله نړې کې د سيلګرې عالمي ورځ په ۲۷ ستمبر ولمانځل شو. د دې ورځې په مناسبت پاکستان کې هم د سيلګرې د صنعت د پر مختګ او د سيلګرې د فايدو په حواله خبري وشوي.خو د سوات سيمې سيلګرې صنعت سره تعلق لرونکې خلق وايي چې سيمې کې تير شوې ناسازه حالاتو له کبله د دوی کاروبار ځای ته نه راځي.

محمد طارق چې په کالام کې خپل هوټل لري وايي چې د دوي کاروبار د پخوا پشان پاتي نه شو.

،،سړک نشته دی دلته له بهرېنه تر کالام پوري پنځه څلويښت کلوميټره سفر دې،دا سفر په څلورنيم ګهنټو کې کيږي نو چې دا سفر خلک وکړي،نو هغوی تنګ شي.چې واپس ځي نو خلکو ته وايي چي سوات ته مه ځۍ،سړک خراب دۍ.نو د دې له وجې هم زموږ کار خراب شي،بله خبره دا چې د بجلې سره سره د ټيلي فون مسله هم ده،،

دغه شان يو دکاندار چې د لاس جوړونکې څادرې خرڅوي.هغه مشال راډيو ته وويل چې ټوله ورځ د سيلګرو په انتظار وي.

،،مخکې زموږ ښه کاروبار وو وس ندې، زموږ نه مزدوان ځکه لاړل چې موږ ورته پېسي نشوي ورکولې.بل که حالات ښه شول نو خلک بيا هم نه راځي.خلک د چيک پوستونو له وجې هم تنګ دي،سوات ته په دې وجه هم راتلل نه غواړي،،

شيرين ذاده چې له تېرو ۲۵کالو راهيسي د هوټلو کاروبار سره تړلې دې،وايي چې که حکومت څه نا څه مرستي وکړې نو د سوات سيلګرې صنعت به وده ومومي.

،،سوات کې د سړکونو او مواصلاتو مسله ډيره ده، له دې علاوه سيلګرو ته د معلوماتو لپاره سهوليات نشته، د دې هم ضرورت دی.حکومت دې څه نا څه داسي پرمختيا کارونه وکړي چې د سيلګرو لپاره دې د سوات په درياب کې ډنډونه او جهيلونه جوړ کړې،،

کله چې مشال راډيو په دې اړه د خيبر پښتونخوا د سياست و ثقافت وزير عاقل شاه سره رابطه وکړه نو هغه وويل، چې د سوات د سيلګرې د بحالې په اړه هلې ځلې روانې دي.

،،د افتونو د نظم صوبايي ادارې ( پي ډي ايم اې) د سوات د سړکونو لپاره يو لوې رقم مخصوص کړی دی،نو اول لګيا دې سړکونه جوړوي د هغې نه پس به نور د مواصلاتو په نظام کار کوو.او بيا به د زده کونکو لپاره پنځه هاسټلې يو په ناران او ګليات کې، دوه په سوات او يو په چترال کې جوړوو ،،

نوموړې زياته کړه چې د تره ګرې له وجې سيلګرې صنعت ته زيان رسيدلی دی خو د دې باوجود هغوی په مختلف موقعو د سيلګرې د ودې لپاره پروګرامونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG