د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پرمختګ: قانون وغځول شي که خپلواکي ورکړل شي؟


د کورمې اېجنسۍ په توروالی کې یوه پاکستاني عسکر سنګر نیولی
د کورمې اېجنسۍ په توروالی کې یوه پاکستاني عسکر سنګر نیولی


انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري څو ورځې وړاندې قبایلي سیمو ته د نورو اتو قوانیونو د غځولومنظوري ورکړې، چې ورو ورو دغه سیمې تر ملکې قوانینو لاندې راوستل شي.

په دې اړه د فاټا سیکټریټ ویاند فضل الله وايی ، تیر کال چې ولسمشر اصف علي زرداري د فاټا لپاره د اصلاحاتو منظوري ورکړي وه نو دا قوانین د هغو په تسلسل کې غځول کیږي.

دا چې په دې کې کوم قوانین شامل دي ، فضل الله یې په اړه وايي.

((په دې قوانینو کې د زرعي پیداوار او د هغې معیار ایکټ 1933، د زرعي تخمونو قانون 1976، د زرعي دوایانو قانون1971، د ماحولیاتو تحفظ 1996، د سماجي ادارو یا این جي اوګانو د نوملیکنې ( رجسټریشن) او کنټرول قانون 1961،د کمپنی قانون 1994 او دشریعت قانون 1962 پکې شامل دي.)

د پاکستان حکومت مخکې هم په قبایلي سیمو کې د ځینو قوانیونو د غځولو منظوري ورکړې وه، خو پوښتنه دا ده چې په داسې امنیتي حالاتو کې دا قوانین تر څومره پوري عملي کیدای شي ، د قبایلي سیمو کار پوه عقیل یوسفزي وايي ، تر هغو پورې چې په فاټا کې امنیت نه وي راغلي نو هلته د قوانینو غځولو فایده نشته.
(دوه کاله وړاندي هم حکومت د فاټا لپاره د پولیټیکل پارټی ایکټ منظوري ورکړي وه او تر ننه پوري په هغه پنځه فیصده عمل هم نه دی شوی. په فاټا کې چې ترڅومره پورې د امن وامان مسلې نه وي حل شوې نو هلته د نورو قوانیونو غځولو هیڅ فایده نشته.)

د فاټا سیکټریټ ویاند فضل الله وایي ، ولسمشر زرداري فاټا ته د قوانیونو غځولو دا لړۍ د قبایلو د سهولت او پر مختګ لپاره روانه ده. د قبایلي چارو کارپوه آیاز وزیر وايي په فاټا کې پرمختګ له ولسي واک سره تړلی دی.

(په فاټا کې که هر څوک په زراعت یا په بله برخه کې ځه ډول ترقي او پرمختګ کول غواړي، هیڅوک یې مخه نه نیسي. خو که څوک خنډونه اچوي نو دا هم د حکومت خپله کمزوري ده. دغه ډول مشکلات نه حل کېږي. فاټا به ترقي هله کوي چې قبایلي خلکو ته خپلواکي ورکړي. دا ایف سي آر خو یوې خوا ته که د پاکستان ټول قوانین هم فاټا ته وغځول شي بیا هم هلته ترقي نه شي راتلای. دا به هله کېږي چې قبایل خپل واک ولري او خپله علاقه په خپله پرمخ یوسي.)

په پاکستان کې د پیپلزپارټې په مشرې د اتحادي حکومت له راتلو وروسته ولسمشر اصف علي زرداري د فاټا لپاره د ایف سي آر قانون کې د بدلونونو یو لړ اقدامات واخیستل ، تراوسه پوري د دغو اقداماتو عملي اثر ځکه نه لیدل کیږي چې د کارپوهانو په خبره فاټا کې لومړۍ ستونزه د امنیت او دوهمه قبایلو ولس ته د واک سپارلو ده.

XS
SM
MD
LG