د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدلون غوښتنو د کابل سیاست خوځولی




فارن پاليسي مجلې په افغانستان کې د شلو (۲۰ ) سیاسي ګوندونو د نوي ايتلاف د جوړېدو په باب مقاله خپره کړې چې ليکي، په دغه هيواد کې د ۲۰۱۴م کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو او سياسي بدلون د باوري کېدو په اړه يو جمهوري منشور لاسليک کړی چې غوښتنې به يې ولسمشر کرزي ته ليږي.

په فارن پاليسي مجله کې د افغان چارو کارپوه او په فرانس او کاناډا کې د افغانستان پخوانی سفير عمر صمد ليکي، د تيري يکشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان شلو سياسي ګوندونو د همکارۍ او همږغۍ د شورا په نامه يو نوی ايتلاف جوړ کړی چې موخه يې پر ولسمشر کرزي ټينګار کول ده چې په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشرۍ لپاره انتخابات پر خپل وخت وکړي او د اصلاحاتو په رامنځ ته کولو سره ټوله پروسه په شفافيت او قانوني چوکاټ کې دننه تر سره کړي.

که څه هم ولسمشر کرزي په بیا بیا ويلي چې تر ۲۰۱۴م کال وروسته به په واک کې نه پاته کيږي او د اساسي قانون سره سم به په انتخاباتو کې برخه هم نه اخلي خو مخالفين يې ډاډه نه دي او وايي، چې کېدای شي انتخابات وځنډول شي او دی نور هم په واک کې پاته شي.

ليکوال ليکي، په نوې شورا کې نه يوازي هغه سياسي ګوندونه ګډون لري چې د ولسمشر کرزي مخالف دي بلکې يو شمېر هغه ګوندونه هم پکې شته چې استازي يا مشران يې د حکومت سره يو ځای کار کوي او بېلا بېل وزارتونه لري.

کرزي د اصلاحاتو په موخه په تازه شپو کې د لسو ولايتونو په واليانو کې بدلون راوستی او ويل کيږي چې د کابينې، عدليې او نورو خپلواکو کمېشنونو په يو شمېر غړو کې هم بدلون را روان دی.
ليکوال زياتوي، د يکشنبې په ورځ نوې شورا نه يوازې د انتخاباتو او شکاياتو د کمېشنونو پر بشپړه آزادۍ او بې پرې والي ټينګار وکړی بلکې يو شمېر غوښتنې يې هم ولسمشر کرزي ته ولېږلې. لومړۍ غوښتنه يې له اساسي قانون سره سم پر خپل وخت انتخابات کول، دوهمه يې سر شمېرنه تر سره کول او پر وخت تذکرې وېشل، دريمه يې د رایه ورکونکو لسټونه خپرول او پروسه کمپيوټرايزډول، څلورمه يې د ځايي او بهرنيو څارونکو ګمارل، پنځمه يې د انتخاباتو لپاره امنيت تضمينول او شپږمه غوښتنه يې په انتخاباتي پروسه کې د حکومت مداخلت نه کول دي.

ليکوال په پای کې ليکي، ولسمشر کرزی د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره په امريکا کې دی خو له راتګ سره سم به د سياسي ګوندونو د غوښتنو له فشار سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG