د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت د مردان چرچ بیا رغوي


دا په مردان کې د عیسایانو چرچ دی چې د تېرې جمعې په ورځ مظاهره چیانو وسوځولی
دا په مردان کې د عیسایانو چرچ دی چې د تېرې جمعې په ورځ مظاهره چیانو وسوځولی




د خیبر پښتونخوا وزيراعلی په مردان کې د مذهبي سپکاوي پر ضد د راوتلیو مظاهره چیانو لخوا د وران شوي چرچ د بيا جوړولو لپاره د درې کروړه روپو اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پيپلز پارټۍ ځينې پارليماني غړي او د انساني حقونو لپاره ځينې کارکوونکي دغلته ورغلي. د عیسايانو دا کلیسا تيرې جمعې په ورځ د عشق رسول د مظاهرو پر مهال قهرجنو خلکو سوځولې وه.

پر دې مهال د خیبر پښتونخوا وزیراعلی امير حيدرخان هوتي وویل، چې حکومت به يې په صوبه کې د اقليتونو د حقونو حفاظت کوي او دا چرچ به له پخوا څخه ښه جوړوي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې ورځ د پاکستان حکومت د مذهبي سپکاوي د جوړ شوي فلم پر ضد د عامه چټۍ اعلان وکړ او دا یې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) سره د مینې ورځ وګرځوله. او په دغه ورځ د راوتلیو مظاهرو پر مهال په تشدد کې تقریبا 21 کسان ووژل شول او تر 200 زیات ټپیان شول. بېنکونه، دوکانونه لوټ شول، ګڼشمېر ودانۍ او ګاړي وسوځول شوې. د یوې اندازې له مخه په دغه ورځ خلکو ته په اربونو روپیو زیان ورسول شو.

XS
SM
MD
LG