د لاسرسي ځای

کوټه: مځکپوهـ انصاري هدفي برید کې ووژل شو


په کوټه کې تل شیعه وګړي وژل کېږي او هغوی تل مظاهرې کوي

په کوټه کې تل شیعه وګړي وژل کېږي او هغوی تل مظاهرې کوي



د کوتې د پولیسو په وینا ددې ښار په سریاب سړک نامعلومه وسله والو د سروې اف پاکستان ډپټي ډایریکټر محسن رضا انصاري په ډزو وژلی او بریدکوونکي په تېښته کې بریالي شويدي. ددې ښار پولیس وايي: وسله والو د چارشنبې په ورځ په نوموړي هغه مهال برید وکړ، چې خپل دفتر ته روان وو. کله چې په ټپي حالت کې روغتون ته وړل کېده،نو پر لاره يې ساه ورکړه؛.

د محسن رضا انصاري تعلق له شیعه مسلک سره وو.

د انصاري د وژلو مسوولیت لاهم کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی. خو په دې ایالت کې له مودې راهیسي سني توندلارې وسله والې ډلې له شیعه مسلک سره تعلق لرونکي کسان او د هزاره قبیلې وګړي په نخښه کوي.

د پولیسو په خبره کېدای شي، چې ددې پېښي تر شا هم د یادو وسله والو ډلو لاس وي.

XS
SM
MD
LG