د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تندلارو اوړېدونکې حکمت عملي




خادم حسين د ډان ورځپاڼې په خپله مقاله کې وايي چې په تېرو شپږو اونيو کې له تحريک طالبان پاکستان سره تړاؤ لرونکيو وسله والو ډلو د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو او قبايلي علاقو کې د خپل نفوذ د پراخولو په هدف نوې ستراتيژۍ په کار اچولي دي.

نوموړي د پاکستاني طالبانو د وياند لخوا د دې هېواد علماوو ته د لېږلي هغه مکتوب يادونه کړې چې په کې يې د خپلو ترهګريز فعاليتونو لپاره له دوئ څخه د جهاد د نوم اخيستلو هڅه کړې ده.

خادم حسين دغه راز په هنګو، کرمه ايجنسۍ، پېښور، صوابۍ او چارسده کې د عيني شاهدانو د رپورټونو په حواله وايي چې طالبان د دغو سيمو جماتونو ته تللي او له خلکو يې غوښتي چې د دوئ په جهاد کې ورسره ځاني او مالي مرستې وکړي.

په ډان ورځپاڼه کې دغې ليکوال له پېښور سره نيږدې په متنو کې د طالبانو لخوا د کلي په کوڅو کې د لګول شويو پوسټرونو ذکر هم کړی چې د ده په وينا، عامو خلکو او ان دا چې پوليسو يې لرې کولو ته زړه نه ښه کاوه.

خادم حسين په مقاله کې د خيبر ايجنسۍ د خلکو له خولې زياتوي چې طالبانو د سيمې شاو خوا ۱۲۰تنه ځوانان د جهادي ټريننګ لپاره يوه نامالومه ځای ته بوتلل. د دوئ پلرونو او خپلو خپلوانو يې چې کله پوښتنه وکړه نو ورته وويل شول چې غږ و نه کړي او بايد انتظار وباسي چې بچيان يې يا خو شهيدان او يا هم غازيان شي.

ليکوال کاږي د پاکستان د امنييتي ادارو تحقيقاتي څانګې بايد د طالبانو د نفوذ د پراخېدو ټولنيز اړخونه وڅېړي. د خادم حسين په وينا، دغه ادارې بايد په پاکستان کې د روانې سخت دريځۍ سياسي، اقتصادي او کلتوري اړخونو ته هم پوره پاملرنه وکړي.

خادم حسين وړانديز کوي چې په پاکستان کې د سخت دريځۍ د نوغي ويستو لپاره د دغه هېواد حکومت، امنيتي ادارې، مدني ټولنه او تعليمي ادارې بايد يو ځای کار وکړي. په دغه لړ کې نوموړی په ياد هېواد کې د فعالو بېلا بېلو مدني سازمانونو تر مينځ د غښتلې همکارۍ غوښتونکی هم دی.

خادم حسين ټينګار کوي چې د پاکستان امنيتي ادارې د ترهګرو ډلو د ستراتيژو او د دوئ د نويو تاکتېکو په اړه تر لاسه کوونکي مالومات بايد له نورو ادارو او تنظيومونه سره شريک کړي او د له مينځه وړلو لپاره يې ګډې هلې ځلې وکړي.

XS
SM
MD
LG