د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام ضد فلم په م.م کې د جهاني مشرانو موضوع




ایسوشيېیټډ پریس خبرې اژانس لیکې، د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې که یو خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هغه مظاهرو او تشدد غندنه وکړه، چې د اسلام مخالفه فلم د جوړولو وروستو رامخې ته شوې، نو بلخوا د مسلمان هیوادونو مشرانو د داسې فلمونو جوړول وغندل، چې د نړۍ امن ته خطر جوړوي.

ایسوشيېیټډ پریس خبرې اژانس لیکې، د ملګرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما په نړیوالو مشرانو زور راوړو ، چې د مذهبي حقونو او د بیان ازادۍ خوندي کول یوازې د امریکا ذمه واري نه بلکې د ټولې نړۍ مسولیت دی. هغه زیاته کړه چې د تشدد او تندلاریتوب پر ضد باید په ټینګه سره ودرو. باراک اوباما په خپلو څرګندونو کې وویل، ًاوس به کیدای شي، د عدم برداشت او تشدد مخه د غرب په لور وي، خو د وخت په تیریدو سره به یې مخه ونه نیول شيً.

ای ایف پي لیکې، د اوباما د وینا تر شا هغه فلم چې پکې د اسلام خلاف خبرې شوې دې، او پر ضد یې په نړۍ کې مظاهرې وشوې، د شام روانه شخړه او د ایران لانجمن ایټمې پروګرام شامل دی، چې نوموړي یې په خپلو خبرو کې ذکر وکړ.

بلخوا رویټرز لیکي اوباما په خپلو خبرو کې د ایران لپاره سخته لهجه استعمال کړه، او د شام د بشر ال اسد د واک نه پریښودلو تګلاره یې هم وغندله.

د فلسطین او اسراییل تر منځ د شخړې په اړه اوباما ویل، راروان وخت به د هغه چا نه وې، کومو چې د امن خبرو ته شا کړې.

د اسلام خلاف د جوړې شوې ویډیو په اړه اوباما دا هم ویل، څنګ چې دغه ویډیو د امریکا د حکومت او ولس عکاسي نه کوې، دا شان د دغې خلاف له تشدده ډکې مظاهرې هم د مسلمان هیوادونو د اقدارو ښودنه نه کوي. ولسمشر اوباما زیاته کړه، باید نړیوال مشران په خپلو هیوادونو کې د قهر او غصې نه د ډکو بیانونو ورکونکو خلاف ګامونه پورته کړي، او ټول د امن او جمهوریت په لور د تګ لپاره کار وکړې.

د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلی ته د ولسمشر اوباما د وینا وروستو د عرب او نورو مسلمان هیوادونو مشرانو په خپلو ویناو کې د اسلام مخالفه فلم د جوړولو سخت مخالفت وکړ. د انډونیشیا ولسمشر سو سیلو بیمبینګ وویل، دغه فلم د مذهبونو د سپکاوې یو بدرنګ مخ ښیي، او زیاته یې کړه، دا یوازې د اظهار د ازادۍ خبره نه ده، باید نړیوال د یوې ټولنې د جذباتو او اقدارو خیال وساتي. د اردان شاه عبد الله چې د امریکا یو اتحادي ملک دی، د دغه فلم او د دې خلاف په مظاهرو کې د تشدد غندنه وکړه.

د پاکستان ولسمشر آصف علې زرداري د فلم جوړول وغندل، او دا یې وویل باید ملګري ملتونه د مسلمانانو خلاف د داسې کارونو پرضد کاروايي وکړې. ولسمشر زردارې دا هم ویل، نړیواله ټولنه باید په داسې پیښو غلې پاته نه شې. او د بیان له ازادۍ څوک غلطه ګټه پورته نه کړې، داسې کارونه مجرمانه وګرځول شي، چې د نړی د امن لپاره خطر ګرځېږې.

افغان ولسمشر حامد کرزي وویل، د اسلام خلاف داسې کار کول باید وغندل شي، چې د نړۍ امن ته خطر جوړوي.

اخوا امریکايي ولسمشر بارک اوباما دا هم وویل، باید نړیوال مشران داسې مسلې د خبرو له لارې هوارې کړې ، چې دغه د ملګرو ملتونو مقصد هم دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG