د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له سپریم کورټه ډېرې تمې دي"


چیف جسټس افتخار محمد چودرې
چیف جسټس افتخار محمد چودرې




رویټرز خبرې اژانس لیکې که څه هم د پاکستان سپریم کورټ او چیف جسټس د خلکو لپاره د انصاف حاصلولو یوازنۍ تمه ده، خو باید سپریم کورټ د خلکو عامو مسلو ته زیات پام وکړي، او د مقدمو اورېدنې زرغرده کړي، چې خلک د پیسو او وخت د زیان نه بچ وساتې.

رویټرز خبري اژانس لیکي، هره ورځ د پاکستان سپریم کورټ ته د هغه کیسونو یو بڼدل راځې، چې پکې د متخلیفو کیسونو لکه ، د یوې ناوې ښځې د وژنې ، د پولیسو لخوا د زور زیاتي، او دا شان د پاکستان په نظام کې د یو شمیر نورو نا انصافیو خلاف هغه مقدمې وې، چې پکې زیاترو خلکوته انصاف نه وو تر لاسه شوی. او د دوی یوازنی دروازه بیا هم د سپریم کورټ وي.

رویټرز لیکې، په پاکستان کې په تیرو نږدو کالونو کې چیف جسټس افتخار محمد چودرې خلکو ته په یو شمیر کیسونو کې د انصاف ورکولو له وجې ډیره مشهورتیا تر لاسه کړې، او په پاکستان کې خلک اوس داسې فکر کوې، دوی ته د حکومت لخوا انصاف نه شي تر لاسه کیدای، نو دوی یوازې له عدالته دا تمه لري ، چې په کالونو زړې مقدمې به زر فیصله کړي.

سلمه راجا چې یوه وکیله ده رویټرز ته وایي خلک له حکومتونو ستړي دي، نو ځکه په ټولو مسلو کې عدالتونو ته ګوري.

سږ کال سپریم کورټ ته د یو لکو او څلویښتو زرو نه زیات درخواستونه تللې دې، خو د کورټ سره دا ریکارډ نشته چې په دغه کیسونو کې د څومره خلکو ته انصاف تر لاسه شوی دی. پاکستان چې جمهورېت پکې د پوځي امریت له وجې دومره وده نه ده کړې، او په تیرو کالونو کې افتخار محمد چودرې د یو اتل یا هیرو په توګه راپورته شو، چې اوس ترې ولس د انصاف تمه هم ځکه زیاته کوي.

رویټرز لیکې، د پاکستان اتلس کروړه ولس اوس دا غواړې چې د دوی په ملک کې قامي ادارې فعاله او مضبوطې وې، او هر یو کس خپل جایز حق په اسانه تر لاسه کړي، او د افتخار چودرې ملګري بیا وايي په داسې حالاتو کې چې خلک د بمې چاودنو ، ګرانۍ او درغلیو سره مخامخ دي ، چیف جسټس د خلکو لپاره یوازنۍ تمه ده، چې دوی ورته ګوري. اخوا بیا ځینې خلک دا نظر هم لرې ، افتخار چودرې په حکومتي او سیاسې کارونو کې زیات مداخلت کوي، او له دې سره د عدالتونو د معمول کار متاثره کیږي.

رویټرز لیکي په پاکستان کې عدالتونه ډیرې نیمګړتیاوې هم لرې، اکثره فیصلې د اثر رسوخ لرونکو خلکو په حق کې کیږې، او د داسې کیسونو شمیره ډیره زیاته ده، چې پکې په کالونو کالونو هم د یو کیس اوریدنه روانه وي. د ډیرو کیسونو پلټونکې داسې هم وي، چې په یو وخت د دیرشو او یا څلویښتو کیسونو په اړه مالومات کوي. ګواهان وېرېږې، او په ډیرو اوریدنو کې عدالتونو ته نه شې تللای، او ډیر کیسونه خو داسې هم وي چې هغه خلکو ته په حواله شې، چې هیڅ تجربه نه لري، او یواځې شل فیصدې کیسونه د چودرې افتخار میز ته راوړل کیږې.

افتخار چودرې د پاکستان یو وزیر اعظم هم د توهین عدالت په کیس کې له خپلې چوکی لرې کړ، او د پاکستان یو کالم لیکونکی بابر ستار وایي، سپریم کورټ د خپلې خوښې ښه او بد ټاکي، او په عدالتي نظام کې د اصلاحاتو لپاره ډیر کم کار کوي.

XS
SM
MD
LG