د لاسرسي ځای

مولانا فضل الرحمان په مظاهرو کې تشدد وغانده


د جمعیت علماء اسلام مرکزي مشر مولانا فضل الرحمان

د جمعیت علماء اسلام مرکزي مشر مولانا فضل الرحمان



د جمعیت علماء اسلام مرکزي مشر مولانا فضل الرحمان د تېرې جمعې په ورځ د احتجاج په ترڅ کې د رامنځ ته شوي تشدد وغانده او له سپریم کورټه یې غوښتنه وکړه چې په دې تشدد او لوټ مار کې د لاس درلودونکو کسانو په اړه دې پلټنې وکړي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په پېښور کې خبریالانو ته وویل. (( د تېرې جمعې په ورځ چې د مظاهرو په وخت کوم ناوړه پېښې ترسره شولې، په دې بېنکونه لوټ شول، دوکانونه لوټ شول، ګاډي مات او وسوځول شول، خلکو ته تاوان ورسېدلی،موږ ددغه عمل غندنه کوو. حکومت دې پر مذهبي جوماتونو یواړخیزه تورونه نه لګوي. او نه دې د ګرفتاریانو سلسلې په دغ انداز شروع کوي. زموږ دا مطالبه ده چې د سپریم کورټ په کچه دې یو کمیشن جوړ کړل شي چې د دغه پېښو پلټنې وکړي. په دې کې چې هر چا دا کار کړی دی هغه به معلوم چې شي چې تورلاسی څوک دی.))

مولانا فضل الرحمان دا هم ویلي چې د عوامي نېشنل ګوند د یو مشر غلام احمد بلور هغه بیان غیر سنجیده وبللو چې د اسلام پېغمبر ته د سپکاوي فلم جوړونکي پر سر یې انعام اېښی دی. نوموړي وویل چې پر داسې موقعه د جذباتي اعلانونو ضرورت نشته بلکې ملګري ملتونه دې د مذهبي سپکاوي په اړه، کارټونونه، فلمونه او بیانونه یو نړیوال جرم وګرځوي.(( د جذباتي بیانونو ضرورت نشته. په هغه ملکونو کې چې داسې فلمونه په کې جوړېږي. هلته مېشت مسلمانان دې د هاغوی عدالتونو ته رجوع وکړي. او ملګري ملتونه دې د دې نوټیس واخلي چې ولې یو کس راولاړېږي، کله خاکې جاري کوي، کله فلمونه خپروي او یا کله بیانونه ورکوي. ملګرو ملتونو ته په کار ده چې په دې اړه باقاعده قانون سازي وکړي. چې د مذهبونو او انبیاوو توهین دې فوجداري جرم وګرځوي. او په هیڅ یوه ملک کې دې بیا څوک داسې جرات ونه کړي چې بیا دغسې حرکت وکړي.))


له جماعت اسلامي سره د د اتحاد د مذهبي ګوندونو اېتلاف متحده مجلس عمل د بیا پر ځای کولو په اړه مولانا فضل الرحمن وویل، چېد جمعیت اسلامي بغیر هم د اېم اېم اې وجود شته او دده په خبره چې جمعیت العلماء اسلام د نورو شرطونو لپاره د جمعیت اسلامي هیڅ ډول شرطونو ته تیار نه دی. او نه د دوی ګوند نامعقوله خبره مني. دده په خبره چې معقولو خبرو ته ډېر انتظار وکړ . انتخابي معرکه راروانه ده نور دوی نه غواړي چې له جمعیت اسلامي سره خپل سیټونه ووېشي. دده په خبره دا امکان کېدائ شي چې که په یو حلقه کې اېډجسمنټ ضرورت وو دوی به یې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG