د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون برید کې د وژل شوي ابوعکاش العراقي پېژندګلو


قاسم خان مندوخېل مشال راډيو

د ګل په ورځ ماښام شاوخوا نهه بجې د وزیرستان په میرلي کې وژل شوی د القاعدې مهم غړی ابوعکاش العراقي یو له هغه مهمو کمندانانو ګڼل کېږي چې د نوم نه ښودلو په شرط د پاکستانیو ځايي استخباراتي چارواکو په خبره د جګړې منظموونکی او سمبالوونکی وو.

ابوعکاش العراقي چې لکه له نامه چې یې برېښي عربی او عراقی دی په شمالي وزیرستان کې له ډېرې مودې راهیسې بانډه وو. نوموړي د پښتو په وزیرۍ لهجه خبرې کولې او په سیمه کې یې د یوه ملک یا یو مشر بڼه اخیستې وه. هغه به نه یوازې د خلکو لانجې په مرکو او خبرو هوارولې بلکې په ودونو کې یې د ناویانو او زومونو کاوین یا نکاح هم تړله. د سیمې خبریالان دا هم وايي، چې ابوعکاش العراقي په داوړو کې واده کړی وو.

دی په سيمه کې یو ډېر بانفوذ شخص بلل کېدلې او د جګړمارو یو لوی روونکی هم وو. بلکې د ده په اړه ویل کېږي چې د القاعدې او ځايي وسله والو طالبانو تر منځ د یو مهم منځګړي په توګه پېژندل کېدلی.او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو چلونکی وو.

د القاعده شبکې د غړیو وژنو له ۲۰۰۱م کال وروسته هله زور واخیست چې کله د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې نړیوال اېتلاف په افغانستان کې د طالبانو واک نسکور کړ.

ویل کېږي چې القاعدې او د هغوی ګڼو بهرنيو غړيو قبایلي سیمې او پتېره شمالي او جنوبي وزیرستان ته مخه کړه. او هلته یې خوندي پناه ګاوې ځان ته جوړې کړې چې د افغان حکومت او ناټو په خبره په افغانستان کې اوس هم د دوي پر ځواکونو ډېری بریدونه په شمالي وزیرستان کې پلانېږي او منظمېږي.

ځکه په افغانستان کې دېره د نړیوالو ځواکونو په وینا له دوی سره په وزیرستانونو کې د سرج الدین حقاني ډلې، القاعدې او د هغوی د بهرنیو تندلارو او ځايي وسله والو طالبانو چې مشري یې حکیم الله مسود، حافظ ګل بهادر او ملا نذیر کوي د په نښه کولو لپاره یوازنۍ لار ه ډرون بې پایلټه الوتکې دي. او له ۲۰۰۴م کال راهیسې ډرون بریدونو تر اوسه د ځايي وسله والو طالبانو په ګډون د القاعدې او د هغوی ګڼ بهرني وسله وال وژلي دي. چې په کې له ځايي وسله والو طالب مشرانو څخه طالب کمندان نېک محمد ، د وسله والو طالبانومشر بیت الله مسود ، دځانمرګو بریدګرو روزونکی قاري حیسن، په افغانستان کې د جګړه مارو کمندان حاجي عمر، او دغه ډول یو بل ځايي وسله وال کمندان بدرالدین راځي.

په ډرون بریدونو کې د القاعده وژل شوي وتلي کمندانان. محمد عاطف سید المصري، ، ابو لیث الېبي، راشید روف، ابو یحی الېبي، او د ګڼو نورو په ګډون الیاس کشمیري چې په پاکستان کې د القاعده له ۵ مطلوبو کمندانانو څخه یو وو. په ۲۰۰۹ م کال کې هم یو ځل د کشمیري د وژل کېدلو نا سم رپورټ ورکړل شوی وو.

ویل کېږي په وزیرستانونو او نورو قبایلي سیمو کې د پښتنو په سلګونه مخور مشران د وسله والو طالبانو ،القاعدې او نورو ځايي او بهرنیو وسله والو ډلو له خوا په نښه شوي او لا هم وژل کېږي.

د قبایلي سيمې په لکونه پښتانه چې له جګړې سره په ظاهره هیڅ تعلق نشته له خپل پلرنیو ټاټوبیو او کلو بانډو څخه بې کوره شول. دا مهال په خیبر پښتونحوا او نورو لږه پرامنه سیمو کې په کېږدیو او خیمو کې د درپدرۍ ژوند تېروي.

XS
SM
MD
LG