د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا دې د ډرون بریدونو له نوې سره جاج واخلي"



د امريکا د دوو پوهنتونو یوه ګډه څېړنه وايې، د پاکستان پر قبائلي علاقو په ډرون بريدونو کې د امريکايي چارواکو تر منل شوو شميرو هم زيات ولسي وګړي وژل کيږي.

د قانون ستينفرډ پوهنتون او نيويارک پوهنتون د محدودو شميرو له وجې په مجموعي توګه د وژل شوو ولسي وګړو د تعداد اندازه نه ده لګولې. خو د قبائلي سيمو له اوسيدونکو چې په کې له ډرون حملو ژوندي راوتي او اغيزمن هم شامل دي، سره چې کومې مرکې شوې هغه د امريکايې چارواکو هاغه دعوې ردوي چې ګواکې په بريدونو کې له سره ولسي وګړي وژل شوي نه دي او که شوي هم دي د هغو شميره تر لسو کمه ده.

څيړنه واشنګټن ته د ډرون پروګرام له سره د جاج اخستو وړانديز کوي او وايې داسي هيڅ واضحه شواهد نشته چې ګواکې بې پائلټو الوتکو امريکا خوندي کړې ده. څيړنه زياتوي ډرون بريدونو په امريکايي پاليسيو کې د مرستي په حواله پاکستانيان خفه کړي دي.

XS
SM
MD
LG