د لاسرسي ځای

افغانانو پر پاکستانیو ورځپاڼو دبندیز ملاتړ کړی




افغان ولس پر ټولو پاکستانیو ورځپاڼو د حکومتي بندیز لګولو د فیصلې ملاتړ کړی.

افغان حکومت واېي، دغه بندیز یې له تیرې جمعې راهیسې ځکه لګولی، چې د پاکستانیو مطبوعاتو له لارې په ولسې رایو د طالبانو د اثر مخه ونیسي.

د افغانستان د داخله چارو د وزارتي ویاند مرستیال محمد نجیب دانش د دغه خبر پخلی کوی. نوموړی زیاتوي چې په پاکستانیو ورځپاڼو کې د افغان ملي ځواکونو په اړه هم ناسم خبرونه خپرېږي. نو ځکه یې ورباندې بندیز لګولی.

عام افغانان هم د حکومت د دې فیصلې ملاتړ کوي او وايي، پاکستانی مطبوعات د دوی د حکومت خلاف پروپیګنډه خپروي.

د افغانستان د داخله چارو وزارت وایي، سرحدي پولیسو یې په نورستان، کونړ، او ننګرهار کې ولایتونو کې په دوکانونو کې په پاکستانیو ورځپاڼو په خرڅولو بندیز لګولی. داسې ښايي له دې بندیز سره به د دواړو هیوادونو په اړیکو کې تناو نور هم زیات شی.

XS
SM
MD
LG