د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان پر پاکستانیو ورځ پاڼو بندیز لګولی



بوریوال کاکړ


د افغانستان د کورنیو چارو د وزارتي ویاند مرستیال محمد نجیب دانش د یکشنبې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې د دې پخلی وکړ چې پر ځینو پاکستانیو ورځپاڼو یې بندیز لګولی دی.

نجیب دانش وویل ، پر پاکستانیو ورځپاڼو یې بندیز له دې کبله لګولی ، چې د بیان د ازادۍ او افغان ځواکونو پر ضد یې لیکنې خپرولې.

( د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې هیواد په ختیځ کې د ځینو پاکستانیو رسنیو پر ورتګ بندیز لګولی دی. د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا تر څارنه او پلټنه وروسته موږ دا ومیندله چې د پاکستان په ورځپاڼو کې د بیان د ازادۍ پر ضد لیکنې وې او هم داسې لیکنې وې چې د افغان ځواکونو پر ضد وې. )

د افغانستان د ختیځو ولایتونو د ژورنالستانو د اتحادیې مشر لال پاچا ازمون وايي ، له تېرو څو ورځو راهيسې د جلال اباد په ښار کې پاکستانۍ ورځپاڼې نه ترسترګو کیږي.

( له تېرو څو ورځو راهیسې ، رښتیا هم چې پر ځینو پاکستانیو خپرونو چې پخوا دلته ننګرهار ته راوړل کېدې او دلته یې بازار و ، اوس د کورنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت ورباندې بندیز لګولی دی او هغه اوس دلته نه راوړل کیږي. )

له لال پاچا ازمون څخه مې وپوښتل چې ایا رښتیا هم په دې ورځپاڼو کې داسې څه وو ؟ د کوم په تور کې چې افغان حکومت پر دې ورځپاڼو بندیز لګولی دی.

نو هغه وویل ( دلته تر دې وړاندې هم ځینو رسنیو پر دې رپوټونه جوړ کړي وو چې دلته پاکستانۍ ورځپاڼې راوړل کیږي او په هغه کې ځینې پارونکي مسایل او غلط خبرونه خپریږي چې هغه د خلکو پر ذهنونو بد تاثیر کوي. )

د خیبر پښتونخوا د پېښور پریس کلب پخوانی مشر شمیم شاهد هم وايي چې د پاکستان رسنۍ له لسیزو راهسې د افغانستان په اړه غلط مالومات خپروي.

( دا اوسنی خبره نه ده ، که تاسو وګورئ چې کله د روس پر ضد جګړه وه، نو په هغه وخت کې هم په دې پاکستانیو ورځپاڼو کې په افغانستان کې روانې جګړې ته لمن وهل کېده. اوس چې هلته څه روان دي ، که هغه په سیاسي ډګر کې دي او که په پوځي ډګر کې دي، نو د هغه سمه عکاسي نه کیږي. دا بلکل یو حقیقت دی چې د پاکستان په رسنیو کې د افغانستان سم تصویر نه وړاندې کیږي ).

د یادونې وړ ده چې دپاکستانیو چارواکو تر اوسه د افغان حکومت له خوا د پورته شوي دې ګام په اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG