د لاسرسي ځای

رحیم الله یوسفزی دخپل ژوند او کار په اړه خبرې کوي


خبریال او کارپوه رحیم الله یوسفزی

خبریال او کارپوه رحیم الله یوسفزی


رحیم الله یوسفزی د انګریزۍ ژبې د ورځپاڼې دي نیوز په پېښور کې ځايي ایډیټر دی. نوموړی په افغانستان، قبایلی چارو او نړیوالو امورو باندی پوهه او تجربه لری.

نوموړی دامهال ۵۸ کلن دی او تعلق یې د مردان دکاټلنګ د شموزو سره دی، ده په ۱۹۷۲ کال کې خپلې صحافتي هلې ځلې په کراچۍ کې پیل کړې وې.نوموړي دي سن ورځ پاڼه کې په اول ځل کار کړی و.

د رحیم الله یوسفزي پلار دپاکستان په پوځ کې صوبیدار و او ۳۶ کاله یې په پوځ کې تیر کړي. پلار یې غوښتل چې هغه هم پوځ ته لاړ شي او په یو پوځي کالج کې یې دداخلې هڅه هم کړې وه ، خو دا چې دده نظر کمزوری و نو ځکه داخله ورته ورنه کړل شوه.

رحیم الله یوسفزي په انګریزي ادبیاتو ، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې ماستري اخیستې ده.

رحیم الله یوسفزي د غربت له وجې ټول تعلیم په پرایویټ ډول ترسره کړی دی او وايي صحافت ته د شوق له مخې نه بلکه د غربت له وجې راغلی و.

نن په مشال مر که کې زمونږ خبریال خالد خان له هغه سره د هغه په ژوند او کار خبرې کړي دي. دامرکه لاندې په پلیر کې اوریدلی شئ.



XS
SM
MD
LG