د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزني قره باغ کې دحقانې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي



د افغانستان د غزني ولايت چارواکي وايي دغلته په قره باغ ولسوالۍ کې يې د حقاني نيټورک يوولس تنه وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په وينا د وسله والو د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون دا کسان د افغان او اتحادي ځواکونو په ګډو عملياتو کې وژل شوي، وسلې، موټر سايکلونه او چاوديدونکي مواد يې ترې نيولي دي.

د غزني داستخباراتو د ادارې ترمخه وژل شوو کسانو کې پاکستانيان هم وو او له ډيرې مودې راهیسې يې پر ځايي چارواکو بريدونه کول.

د يو بل خبر ترمخه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د جنګياليو او وسله والو طالبانو تر مېنځ نښته شوې چې دواړ, غاړ, پکې يو بل ته د درانه ځاني زيان وراړولو دعوې کړي.

XS
SM
MD
LG