د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ولسي خلک دچا له خوا په نخښه کیږي ؟


فرخنده وزیر



په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې خالد احمد لیکي په پاکستان کې داسې پوهان شته، چې فکر کوي، وسلوال طالبان د خلکو په وژنه کې لاس نه لري. لیکوال وایي، د اختر په ورځو کې د یو شخصي تلویزون په پروګرام کې دانشور غلام اکبر د یو سوال په ځواب کې وویل، دا داسې بهر ملکي عناصر دي، چې د عامو خلکو په وژنه کې لاس لري، او وسله ورته د افغانستانه د نیټو د رسد په لارو راوړل کیږي.


لیکوال د غلام اکبر د خولې لیکي، د وسلوالو طالبانو یو مشر حکیم الله محسود د پاکستان د هوایي پوځ د یو افسر د زوی سره یو فوټو کې راغلی، چې دغه هلک دې نه وړاندې د نیویارک په ټایم سکوایر کې د بمې چاودنې کوشش هم کړی و، او زیاتوی، که چیرې د پاکستان پوځ د طالبانو مخه نیسې ، نو کېدای شي، د دوی نه خپل ځینې افسران خپه شي.

غلام اکبر د شخصي تلویزون سره په خبرو کې دا هم ویلي چې په دې وروستیو کې پاکستان خپلو ځینو افسرانو ته په دې سزا واوروله ، چې د حزب التحریر ډلې سره یې تړاو لرلو.

د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستاني پوځ یو برېګیډیر علې خان د حزب التحریر سره د تړاو لرلو په تور ونیول شو، دا شان یو شمیر نور پوځي افسران هم د ناقانونه ګرزول شویو ډلو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.

حزب التحریر په پاکستان کې په ۲۰۰۴م کال کې له هغې وروستو ناقانونه ګرزول شوې وه، چې کله د دغې وسلوالې ډلې کسانو د هغه وخت په پوځې ولسمشر پرویز مشرف قاتلانه حمله کړې وه. په بنګله دیش کې دغه ډله په ۲۰۰۹ کال کې په دې تور بنده کړل شوه، چې ګینې دغې ډلې د بنګله دیش د غیر مستحکمه کولو کوشش کولو.

د حزب التحریر یو مشر عمر بکري ، چې د مصر سره تعلق لري، د یولسم ستمبر یا ۹/۱۱د پیښې وروسته د برتانیه نه وویستل شو.

لیکوال د حزب التحریر د یو مشر عمر شیخ ذکر کوي ، چې د خبریال ډینیل پرل په وژنه کې تورن دی، او په برتانیه کې ورته د مرګ سزا اورول شوې. عمر شیخ په ۱۹۹۹ کال کې په هند کې د یوې الوتکې د تښتولو په پیښه کې هم نیول شوی و، او له دغې وروسته یې په کراچۍ کې خبریال ډینیل پرل وتښتوو، چې وروسته د القاعده د یو غړي خالد شیخ محمد لخوا ووژل شو.

لیکوال وایي، عمر شیخ هغه ترهګرو ته فنډونه هم رسولي دي، چې په نیو یارک کې یې په نړیوال تجارت مرکز یا ورلډ ټریډ سنټر حمله کړې وه.
XS
SM
MD
LG