د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان د خپل تاریخ له تر ټولو سخت وخته تېرېږي'



اسرار عالم مومند

د امریکا په سفر تللې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر ویلي، له امریکا سره یې اړیکي تر ډېره حده ښه شوي دي. نوموړې دا خبره پر داسې وخت کړې ده چې هیواد یې د اسلام پیغمبر (ص) سپکاوي په اړه جوړ شوي فلم ضد را پورته شویو مظاهرو ځپلی دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د خبرو پر وخت د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، د اسلام پیغمبر سپکاوي په اړه فلم یو کرکجن کار دی:

((د تشدد له پاره هیڅ دلیل نشته. یقیناً چې دا یو پاروونکی عمل دی او موږ دا خبره په ډاګه کړې چې له هیڅ پلوه موږ د دې کار ملاتړ نه کوو. موږ دې خبرې ته رسېدلي یو چې هغه ویډیو چې له وجې یې دا مظاهرې شوې دي د کرکې او غندنې وړ ده خو بیا هم دا د تاو تریخوالي دلیل نه ورکوي.))

د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر او د هغې امریکايي سیالې هیلري کلنټن هوډ وښود چې د دواړو هیوادونو تر منځ تر یو لړ پېښو وروسته د خرابو شویو اړیکو د بیا پر ځای کولو له پاره به په ګډه کار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې وویل، په تېرو شپېتو کالونو کې اوس مهال له سخت وخته تېرېږي:

((تر هغې چې له امریکا سره د اړیکو خبره ده نو په تېر شپېته کالن تاریخ کې دا تر ټولو سخت وخت دی. ورستی یو نیم کال د ډېرو وجوهاتو له کبله ډېر مشکل کال وو. خو پر دې سربېره، دواړه هیوادونه یو ځای پاتې شوي چې د دوی تر منځ پوهاوی په ډاګه کوي؛ او ښيي چې دوه اړخیزه اړیکي څومره د ارزښت وړ دي. دا [اړیکي] د دې له پاره دا هم اړین دي چې موږ تمه لرو خپلې ګډې موخې تر لاسه کړو یانې په سیمه کې سوله و ثبات راولو.))

حنا کر البته هیلري کلنټن ته وویل چې د دوه اړخیزه اړیکو خپل ځای ته د راوستو له پاره هم ډېر کار پاتې دی.

کلنټن وویل، دواړه دا خبره مني چې که پر یوې مستقیمې اېجنډې کار وشي نو لا نورې ګټې تر لاسه کېدای شي:

((زموږ وړومبی شریک کار دا دی چې د ترهګرۍ د مخنیوي له پاره خپل کار پر مخ بوځو چې په دې ډول د امریکا و پاکستان دواړو ولسونو امنیت په یوه توګه یقیني کړل شي. موږ د ګډ دښمن له خوا له خطر سره مخامخ یو او باید په ګډه د ترهګرۍ مقابله وکړو.))

د پاکستان و امریکا بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې وخت له یو بل سره لیدلي دي چې د اسلام پیغمبر د سپکاوي فلم په غبرګون په پاکستان کې مظاهرې روانې دي.

عیني شاهدان وايي، په دې هیواد کې د مذهبي سیاسي ګوندونو او ناقانونه ګرځول شویو سازمانونو او ډلو شا و خوا ۲۵۰۰۰ پلویان دا مهال په احتجاج دي خو په ۱۸۰ میلیونه نفوس لرونکي هیواد کې دا شمېر ډېر کم دی.

په دې مظاهرو کې ۱۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ ژوبل شوي دي.

امریکا د پاکستان ټیلي وېژن چینلونو ته ۷۰۰۰۰ ډالره ورکړي دي چې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیرې هغه بیان خپور کړي چې په کې ویل شوي هغوی د سپکاوي د فلم غندنه کوي. په دې اعلان کې ویل شوي، د فلم له جوړوونکي سره د امریکايي حکومت هیڅ تعلق نه شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي، پر دې سربېره هم په پاکستان کې مظاهرې روانې دي چې ورباندې دوی خواشیني دي ځکه چې په تاوتریخوالي کې قیمتي ژوندونه ضایع شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر په خپل هیواد کې د مظاهرو په اړه څه و نه ویل او نه یې هم له خپلو هیواد والو غوښتنه وکړه چې خپل احتجاج دې پای ته ورسوي.

دې وویل، د دې په اند، له دې پیغام سره به د نړۍ په ډېرو برخو کې مظاهرې ودرېږي.

کر وویل، په دې اندېښمنه ده چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو سره به امنیتي تشه را منځ ته شي.
XS
SM
MD
LG