د لاسرسي ځای

لیبیا کې مظاهره کوونکو پر اسلامپالې ډلې برید کړی


د ليبيا په بن غازي ښار کې سلګونو مظاهره کوونکو پرون د یوې اسلامي ډلې پر مرکز برید کړي چې پکې لږ تر لږه دري کسان وژل شوی.

د رویټرز اژانس له رپوټ سره سم دا حمله د انصار الشریعة پر مرکز شوی. مظاهره کوونکو د دې ډلې بیرغونه وسوځول او هغو موټرو ته یې اور ورته کړ چې په مرکز کې ولاړ و.

دا ډله د سېپتېمبر په یولسمه په بنغازي کې د امریکا د قونصلګرۍ په برید کې په لاس لرلو تورنه ده. په دې برید کې په لیبیا کې د امریکا سفیر او د دغه هیواد درې نور سفاتکاران وژل شوې وو.

مظاهره کوونکو پرون همداراز د ابوسلیم په نوم د یوې ډلې مرکز په بنغازي کې ونیو او د دې ډلې غړي یې له ودانۍ رابهر کړل.

دا بریدونه په داسې وخت کې شوې دي چې شاوخوا دیرش زره کسانو په بنغازي کې د بااثره مليشي پرضد مظاهرې وکړې.
XS
SM
MD
LG