د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانانو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخامخ دی


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سېکرټري جنرل ځانګړي استازي، یان کوبیش ويلي چې په ټول افغانستان کې ډیری عام وګړي او حکومتې چارواکي د وېرې او ناامنۍ په اړه غږېږي چې ورځنی ژوند يې له خطر او ستونزو سره مخامخ کړی دی.

دوی وايي، ولسي مرګ ژوبله په عمومي ډول دکال په لومړیو اتو میاشتو کې د تېر کال په مقابله کې کمه شوې ده، خو دغه بهیر په تېر سېپټېمبرکې برعکس شوی دی چې زیات شمېر ,ولسی مرګ ژوبله د جولای او اګست په میاشتو کې او د تیرکال د همدغه وخت په پرتله رامنځته شوي دي.

يان کوبيش پخپله وينا کې زياته کړه چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو پر خلاف پاڅونونه يو نوي پرمختګ دی چې څیړنې ته اړتیا لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG