د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ مظاهرې، تاوتریخوالی، ۱۴ وژل شوي ګڼ شمېر ژوبل


ظفر کریمي

د اسلام پیغمبر (ص) سپکاوي فلم پر ضد د پاکستان کراچۍ د ښاریانو له خوا د جمعې پر ورځ تاوجنې مظاهرې وشوې. مظاهرې د ښار په قایداباد، ماړي پور، ایم اې جناح روډ ، نیټي جیټي پل او د سلطان اباد په سېمو کې شوې دي.


دغه مظاهرې چې مرګ ژوبله یې لرله په کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو مړي د کراچۍ جناح او سول هسپتالونو ته ور وړل شوي دي. د کراچۍ د جناح هسپتال د بیړنیو پېښو څانګې مشرې ډاکترې سېمي جمال مشال راډیو ته ویلي دي چې یوازې جناح هسپتال ته اووه مړي او په لسګونو ژوبل کسان وروړل شوي دي:

((۸۳ زخمیان او شپږ مړي روغتون ته راړول شوي دي، یو زخمي نن سهار په هسپتال کې ساه ورکړه. په زخمیانو کې د ځینو روغتیایې حالت د اندېښنې وړ دی. راوړل شوي ټول ژوبل کسان د مرمیو لګېدو له امله زخمیان شوي دي.))

د سول هسپتال سرچینې وایي، دغلته هم د اووه کسانو مړي او له ۴۰ څخه زیات ژوبل کسان وروړل شوي دي.

د تشدد زیاتره پېښې د ښار په نیټي جیټي پل او په ایم ټي خان سرک واقع د امریکا د قونصلګرۍ په شاوخوا سیمو کې هغه وخت مخې ته راغلي چې قهرجنو مظاهرینو د قونصلیټ پر لوري د تللو هڅې کولې.

پولیسو د مظاهرینو د تیت و پرک کولو له پاره اوښکې تویونکی ګیس کارولی او هوایي ډزې یې کولې. د دې ترڅنګ پولیسو د قونصلګرۍ شاوخوا ټول سړکونه د ټریفک پر مخ بند کړي ول. د دې په مقابل کې قهرجنو مظاهرینو په پولیسو کاڼي ورول او د مخکې تللو هڅه یې کوله.

پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې ځینو قهرجنو مظاهرینو په پولیسو ډزې هم کړي دي، چې له امله یې د دغه ځواک سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مغربي کراچۍ د پولیسو مشر نعیم اکرم په وینا په وژل شویو کې درې پولیس سرتېري وژل شوي دي؛ د هغه په خبره، د ضیا الدین هسپتال مخې ته واقع د پولیسو څوکۍ نامالومه کسانو ړنګه کړې ده.

مرستندویه ادارې وایي د قهرجنو مظاهره کوونکو او پولیسو تر منځ شوي اخ و ډب په ترځ کې د مرګ ژوبلې ترڅنګ درې سینماګانې، درې بانکونه او د پولیسو څلور ګاړي سېځل شوي دي د دې ترڅنګ دکانونو ،هوټلونو او ګاډو ته زیان اوښتی دی.

د جمعې د ورځې تر قهرجنو مظاهریو وروسته د شنبې پر ورځ ژوند په عمومي توګه عادي حالت ته ستون شوی خو بیا هم هغه سېمې چې مرګ ژوبله او یا هم مالي زیانونه په کې اوښتې دي، هلته وېره او کړکېچ دوام لري.

د امریکا د قونصلګرۍ او د اعلا وزیر هاوس په ګډون د ریډ زون پر لوري تللې ټولې لارې نن هم د ټریفک په مخ تړل شوي دي.

پولیس وایي، په لسګونه مظاهرین یې نیولي او د هغوی پر ضد یې د لوټ مار، وژنې او اور بلولو مقدمې لیکلې دي.

د کراچۍ سوداګرو نن د دوکانونو د پرانیستو اعلان کړی دی خو د ټرانسپورټرانو د اتحادیې چارواکو پر ټرانسپورټرانو غږ کړی دی چې د خپلو سیمو حالاتو ته له کتو سره دې د خپلو ګاډو سړکونو ته ایستلو یا نه ایستلو فیصله وکړي .
XS
SM
MD
LG