د لاسرسي ځای


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ:- د سند صوبې د لایو سټاک د محکمې چارواکي وایي د معاینې روستو یې اسټریلیا نه راغوښتل شوي په زرګونو ګډان له مینځه وړلو سلسله یې شوروکړې ده ـ د کراچۍ کمشنر روشن علي شیخ مشال ریډیو ته وویل، چې په زرګونه شمیر کې دغه ناروغه ګډان د کراچۍ په رازق اباد کې لمړی حلالیږي او بیا په ژوره کنده کې د لویو مشینانو په ذریعه ښخیږي ـ

دا ۲۱۰۰ ګډان دي ـ دا د حلالولو روستو په ژوره کنده کې ښخول کېږي ـ دا ډېره شمیره ده او ددې ټولو ګډانو په ختمولو کې به وخت ولګېږي ـ

د هغه په خبره ټول متاثره ګډان د لایو سټاک محکمې په ولقه کې دي او دغه څاروي وار په وار د اړونده چارواکو په نګرانۍ حلالیږي او په دې توګه له منځه وړل کیږي ـ

د سند حکومت له خوا یاده پریکړه په یو داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې لوي اختر نزدې دي او په کراچۍ کې د قربانۍ د څاروو سیزن ته یوازې څو ورځې پاتی دي ـ

د سند صوبې د لایو سټاک د محکمې سیکرټري عابدشاه وایي دغه کډان د اسټرلیا هیواد څخه د پاکستان یوې سوداګریزې کمپنۍ د بحرین دپاره راغوښتي و خو د بحرین حکومت دغه ګډان رد کړی وو.

((کله چې د بحرین حکومت دغه ګډان رد کړل نو د هغې نه روستو ګډان پاکستان ته راوستی شول ـ دا څاروي د اګست په میاشت کې د اسټریلیا نه په سمندري جهاز کې بار شوي و ـ مونږ ددې معاینه کړې ده او ددې پخلې شوی دی چې دې ګډانو کې ناروغي شتون لري ،نو ځکه مو ددې د ختمولو پریکړه کړې ده ))

بلې خوا ته پولیسو د کراچۍ په شالطیف تاڼه کې د یادو ګډانو د راغوښتونکي تن په ضد ایف ایي ار لیکلی دی ـ د سېمې پولیس وایي چې ایف ایي ار یې د بهر ملکونو څخه د سامان راغوښتونکې کمپنۍ د مالک طارق بټ په ضد لیکلی دی ـ خو د یادې کمپنۍ مالک طارق بټ بیا دغه تورونه ردوي چې ګنې ګډان دې بیماران وي ـ

((زه باوري یم چې دا ګډې هیڅ ناروغیتا نه لري ـ په دې یوه یوه ګډه هم بیماره نه ده ـ ددې ټولې رمې نه که کومه ګډه هم څوک راونیسي او حلاله یې کړې ، دغوښې خوړلو ته یې زه پخپله تیار یم ـ مونږ مخکې هم د اسټریلیا د همدې کمپنۍ نه ګڼ شمیر بیزې راغوښتې دي او همدلته مو خرڅې کړي دي او نورې هم راغواړو))

د اسټرلیا د هایي کمیشن چارواکو لخوا په خپاره شوي بیان کې هم د یادو څاروو روغتیاي حالت سهي ښودل شوی دی ـ

د یادونې وړ ده چې د سمندر له لارې ډېرې حلال څاروي د بهر دنیا څخه کراچۍ ته راځی او بیا ددې ځایې څخه د پاکستان بیلابیلو برخو او هم د افغانستان په ګډون ځینو نورو ملکونو ته ځي ـ

نزدې یوه هفته مخکې د کراچۍ په پورټ قاسم بندرګاه ته د اسټریلیا څخه راغلي سمندري جهاز کې په زرګونو ګډې راوړل شوې وې ـ د دغو کډانو بندرګاه ته د رسیدو روستو په مطبوعاتو کې دا خبرونه خپاره شوي و، چې راوړل شوي ګډان بیماران دي ـ ددغې رپورټونو روستو سند حکومت په ددغو ګډانو طبي معاینه وکړه او بیا یې ددغو کډانو د له مینځه وړلو امر ورکړی و ـ

XS
SM
MD
LG